د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۹ تله ۱۳۹۸ کابل ۱۰:۱۱

په قزاقستان کې نن یکشنبه خلک خپل نوی ولسمشر ټاکي


ارشیف، یوه قزاقستانۍ مېرمنه د رأیې اچونې په حال کې

په قزاقستان کې نن یکشنبه خلک خپل نوی ولسمشر ټاکي.

دا په داسې حال کې ده چې قاسم جومارت تکایف ظاهراً د دې هېواد د موقت ولسمشر په توګه خپل کار ته ادامه ورکوي.

۶۶ کلن تکایف د اپرېل په میاشت کې د ده په وینا، د سیاسي بې ثباتۍ د مخنیوي لپاره تر وخت مخکې د انتخاباتو د ترسره کېدو غوښتنه وکړه.

تکایف د قزاقستان په دې انتخاباتو کې له داسې شپږو کاندیدانو سره سیالي کوي چې ډېر پېژندل شوي نه دي، خو د قزاقستان د حکومت له خوا تأیید شوي دي.

نوموړي ویلي، که ګټونکی شي، د پخواني ولسمشر نور سلطان نظربایف سیاستونه به پر مخ یوسي.

قزاقستان په ۱۹۹۱ میلادي کال کې خپلواکي واخیسته.

له هغې را وروسته په دې هېواد کې هېڅ انتخابات د نړیوالو سازمانونو له خوا ازاد او عادلانه نه دي بلل شوي.

XS
SM
MD
LG