د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۶ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۳:۰۸

نیویارک ټایمز: افغانستان په نړۍ کې د یوې ښځې لپاره تر ټولو بده سیمه ده

شماری از روزنامه‌های بین‌المللی
شماری از روزنامه‌های بین‌المللی
  • نیویارک ټایمز

په نیویارک ټایمز ورځپاڼه کې د ښځو د حقونو یوې فعالې مسعودې سلطان لیکنه خپره کړې ده.

د دې مقالې په پيل کې راغلي دي چې افغانستان په نړۍ کې د یوې ښځې لپاره تر ټولو بده سیمه ده او د جګړې له ادامې سره هلته د ښځو لپاره ژوند نور هم سخته شوی دی.

لیکواله وړاندې لیکي، د دې لپاره چې دغه دوامداره شخړې پای ته ورسېږي او جګړه ختمه شي، نو له طالبانو سره سوله ضروري ده.

لیکواله مسعوده سلطان لیکي، یوه لور ته که د امریکا د متحده ایالاتو او طالبانو خبرو ته هیلې پیدا کېږي بل لور ته دا اندېښنې ورسره زیاتېږي چې کله طالبان بیا سیاسي واک ترلاسه کوي، په ۹۰مه لسیزه کې به د خپلې واکمنۍ پر مهال تیارې دورې ته شا کړي که نه.

ورځپاڼه څرګندوي چې هر څه ممکن دي، نو کله چې له طالبانو سره د سولې خبرې کېږي باید د ښځو حقوق په‌کې خوندي شي.

لیکواله لیکي، تېره میاشت چې کله ما په دوحه کې له طالبانو سره وکتل زه په دې باور شوم چې له دوی سره د ښځو د حقونو او ازادیو په برخه کې د خبرو لپاره یوه پرانیستې دریڅه شته، که څه هم دا دریڅه وړه او ماتېدونکې ده.

  • ډېلي مېل انلاین

د لوېدیځ یوه بله خپرونه، ډېلي مېل انلاین د طالبانو له لوري په هلمند کې د سولې د ولسي حرکت د غړو د نیولو مسئلې ته اشاره کوي او لیکي، د سولې دې حرکت ته پروسږکال هغه وخت د نړیوالو پاملرنه واوښته چې دوی له هلمنده د کابل په لور د دې لپاره پلی حرکت پیل کړ چې شخړې راکمې شي او سوله وشي.

د سولې د ولسي حرکت نږدې ۳۰ غړو تیره اوونۍ یو ځل بیا له لښکرګاه د هلمند د موسی کلا ولسوالۍ په لور حرکت پیل کړ.

موسی کلا له لښکرګاه نږدې ۱۳۰ کیلو متره لیرې پرته ولسوالۍ ده.

د سولې ولسي حرکت غړي له موسی کلا د ګرشک ولسوالۍ په لور روان شوي دي او په هلمند کې د ازادي راډیو د خبریال په وینا طالبانو د دې حرکت شااوخوا ۲۵ غړي په لاره کې نیولي دي.

د سولې ولسي حرکت له طالبانو او افغان حکومته غواړي چې اوربند وکړي او بیا سوله وکړي.

طالبانو په روژه کې د افغان حکومت د اوربند وړاندیز رد کړ او تر اختر مخکې یې په یوې اعلامیه کې د اوربند امکانات نفي کړل.

ډېلي مېل انلاین خپرونه لیکي، د افغانستان د ۱۸ کلنې شخړې د پای ته رسېدو لپاره د طالبانو او د امریکا د متحده ایالاتو د سولې خبرې روانې دي، خو تر اوسه دواړه لوري پر یو شمېر مهمو موضوعاتو سره موافقې ته نه‌دي رسېدلي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG