خبرونه
د کېم جونګ اون یو نژدې کس د «نڅا» په یو محفل کې کې لیدل شوی
د شمالي کوریا دولتي رسنۍ وايي، د دې هېواد د رهبر کېم جونګ اون یو نژدې کس پر هغې سربېره عام محضر کې لیدل شوی چې د جنوبي کوریا رسنیو راپور ورکړی و هغه د اجباري کار کمپ ته استول شوی دی.
د جنوبي کوریا رسنیو ویلي و، کېم جونګ چال له ولسمشر ټرمپ سره د شمالي کوریا د مشر له ناکامې غونډې وروسته اجباري کار ته استول شوی دی.
کېم جونګ چال د فبرورۍ په میاشت کې په ویتنام کې له سرمشریزې مخکې له واشنګټن سره د شمالي کوریا د مشر لوړپوړی مرکچي و.
دوه اوونۍ مخکې د جنوبي کوریا یوې ورځپاڼې راپور ورکړی و چې د ویتنام له بې نتیجې سرمشریزې وروسته چال د اجباري کار کمپ ته استول شوی او د نوموړی یو بل همکار اعدام شوی دی.
خو د شمالي کوریا رسنیو نن راپور ورکړی او ویلي یې دي، همدا کس چې ویل کېدل اجباري کار ته استول شوی، یوه ورځ مخکې د نڅا په یو محفل کې د شمالي کوریا د مشر تر څنګ لیدل شوی دی.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
له ۱۱۰ زرو زیاتو ستنو شویو افغانانو سره د «ایاواېم» روغتیايي مرستې
د کډوالۍ نړیوال سازمان (ایاواېم) وايي د اروپايي اتحاد یې په ملاتړ یې د روان ۲۰۲۶ کال د جنورۍ څخه تر اکټوبر میاشتې پورې خپل هېواد ته د څه د پاسه ۱۱۰ زرو ستنو شویو افغانانو سره روغتیايي مرستې کړي.
یاد سازمان د دوشنبې په ورځ «د لړم/ عقرب ۱۱مه» په خپله اېکسپاڼه ولیکل چې تېره اوونۍ یې کندهار کې له پاکستانه د راستنو شویو لپاره د روغتیا پالنې، ساتنې او نورو اساسي خدماتو د وړاندې کولو تأسیساتو څخه لیدنه کړې.
د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ (یواېناېچسيار) او د کډوالۍ نړیوال سازمان (ایاواېم) د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۶ کال له پیل څخه د اکټوبر تر درېیمې پورې شاوخوا ۷۱۵ زره او ۴۰۰ افغانان له پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي دي.
د افغانستان د ځنغوزیو په صادراتو کې ۶۹ سلنه زیاتوالی راغلی
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي سږکال د ۷۲ میلیونه ډالرو په ارزښت ځنغوزي بهر ته صادر شوي دي.
د خونې د اطلاعاتو امر احسانالله احسان ازادي راډیو ته وویل چې تېر کال د ۴۲ میلیونو ډالرو په ارزښت ځنغوزي صادر شوي و او نسبت تېر کال ته د ځنغوزیو په صادراتو کې سږکال ۶۹ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
هغه زیاته کړه چې سږکال د ځنغوزیو حاصلات هم نسبت تېر کال ته زیات دي او په انتقال کې یې هم سوداګرو ته تسهیلات منل شوي دي.
د سوداګرۍ خونه وايي د افغانستان ځنغوزي د هوايي دهلېزونو له لارې، خلیج هېوادونو، هند، اروپايي هېوادونو او اکثر چین ته صادرېږي.
د ۲۰۲۶ کال د ځوانانو د اسیا جام لپاره د افغان لوبډلې نوملړ اعلان شو
د افغانستان کرکټ بورډ د ۲۰۲۶ کال د ځوانانو د اسیا جام لپاره د افغان (الف) لوبډلې نوملړ اعلان کړ.
کرکټ بورډ د دوشنبې په ورځ (د لړم/ عقرب ۱۱مه) په خپله اېکسپاڼه ولیکل چې اکرام عليخېل به د ۱۵ کسیزې لوبډلې مشر وي.
د اکرام عليخېل تر څنګ حسن عیسیخېل، اعجاز احمدزی، عمران میر، دروېش رسولي، فیصل شینوزاده، بهیرشاه محبوب، اسحاق رحیمي، فرمانالله ساپی، الله محمد غضنفر، بشیر احمد، نوید ځدراڼ، قیس احمد، نصیر معروفخېل او بلال سمېع په لوبډله کې شامل دي.
دغه سیالۍ د روانې نومبر میاشتې له ۱۹مې تر ۲۹مې نېټې پورې په دوحه کې ترسره کېږي.
په دې سیالیو کې د افغانستان الف ملي لوبډلې لومړۍ لوبه به د نومبر په ۱۹مه د سیریلانکا په وړاندې وي، دوهمه د نومبر په ۲۱مه د بنګلهدېش او درېیمه به د نومبر په ۲۳مه د هانګ کانګ په وړاندې وي.
ټاکل شوې ده چې د سیالیو نیمه پایلوبه د نومبر په ۲۶مه او ۲۷مه او پایلوبه د نومبر په ۲۹مه وشي.
زلنسکي ټرمپ ته: پاټریوټ راکړئ، د روسیې د تېلو په تصفیهخونو بریدونه دروو
د اوکراین ولسمشر وايي که چېرې واشنګټن کیف ته ژر دافع هوا پاټریوټ ډوله توغندي ورکړي، نو اوکراین به لکه څنګه چې ولسمشر ټرمپ ورڅخه غوښتي د روسیې د تېلو په تصفیهخونو له بریدونو څخه لاس واخلي.
ولودیمیر زلنسکي د یکشنبې په ورځ فاکسنیوز سره مرکه کې وویل چې د امریکا ولسمشر او مرستیال سرهیې د موضوع په هکله څو ځله بېلابېلې خبرې کړې دي.
هغه په دې مرکه کې وویل کله چې روسیه د اوکراین د انرژي په تأسیساتو، برېښناکوټونو، تصفیهخونو او هرڅه باندې بریدونه کوي او د اوکراین ولس وژني، نو اوکراین لاس تر ځنې نهشي پاتې کېدای.
امریکايي پاټریوټ ډوله دافع هوا سیستم د لوېدیځوالو په لاس کې د هغو محدودو وسلو څخه یو دی چې کولای شي هغه بالیستیک توغندي چې روسیهیې د اوکراین د ښارونو په لور توغوي په هوا کې وولي او نسکور کړي.
د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ چې په خپل هېواد کې د انرژۍ د بیو د چټک لوړوالي له امله له سیاسي فشارونو سره مخ دی، له روسیې او اوکراین غوښتي چې د یو بل د انرژۍ پر تأسیساتو بریدونه ودروي.
ټرمپ بیا پر ایران د سخت برید خبرداری ورکړی
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي ښايي اړینه شي چې پر ایران یو "دروند ګوزار" وشي.
ښاغلي ټرمپ په آیوا کې یوې غونډې ته وویل د دې لپاره یې لا هم د ایران کار نه دی تمام کړی چې غواړي د خلکو ژوند وژغوري خو که اړتیا یې پېښه شي یو دروند ګوزار به ورکړي.
ټرمپ مخکې د امریکا او ایران د جګړې د ختمولو خبرې رغنده بللې وې خو ویلي یې و چې تهران د باور وړ نه دی.
اخوا د اسراییلو صدراعظم له ټرمپ غوښتي چې له ایران سره جګړه سه شنبه د امریکا له منځمهاله ټاکنو وروسته سمدستي پيل کړي.
د خبریالانو پر وړاندې د جرمونو د معافیت د ختمولو نړیواله ورځ؛ له ګواښونو سره مخ افغان خبریالان
د نومبر دویمه د خبریالانو پر وړاندې د جرمونو د معافیت د پای ته رسولو نړیواله ورځ ده.
ملګرو ملتونو اندېښنه ښوولې چې خبریالان په تېره جنګي سیمو کې له جدي خطر سره مخ دي او لږ تر لږه ۳۴ خبریالان تېر کال وژل شوي.
دغه سازمان ویلي چې د خبریالانو د وژنې له هرو اوه قضیو شپږ بې سزا پاتې دي.
افغانستان یو له هغو هېوادونو دی چې پکې رسنۍ محدودې او خبریالان له بیلابیلو ننګونو او ګواښونو سره مخ دي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز، ویلي چې ۱۴۰۴ کال کې یې د خبریالانو او رسنیو د حقونو د سرغړونو ۲۰۷ پېښې ثبت کړي او پکې د دوو خبریالانو وژل، د ۲۱ نیول، او د لږ تر لږه ۲۱ ټلوېزیونونو تړل شامل دي.
له امریکا څخه پاکستان ته د لسګونو افغانانو د لېږلو احتمال؛ طالبان اندېښمن دي او له امریکا مسوولانه چلند غواړي
د طالبانو حکومت هغه راپورونه اندېښمنوونکي وبلل چې امریکا غواړي یو شمېر هغه افغانان پاکستان ته ډیپورټ کړي چې د امریکا د اقامت په ترلاسه کولو کې پاتې راغلي.
د طالبانو بهرنیو چارو وزارت نن په یوه اعلامیه کې له متحده ایالتونو غوښتي چې د افغان کډوالو د بیرته ستنولو په وخت کې مسوولانه چلند وکړي، او کابل چمتو دی چې په دې مسله کې له واشنګټن سره رغنده خبرې وکړي.
د «افغان ایواک» په نوم په امریکا کې د افغان کډوالو یوه ملاتړي بنسټ راپور ورکړی چې امریکا پلان لري څه باندې ۱۵۰ افغان کډوال د دوشنبې په ورځ له لویزیانا ایالت څخه په یوه الوتکه کې پاکستان او بیا افغانستان ته ولېږي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په خپله اعلامیه کې په دریمو هیوادونو هم غږ کړی چې د سیاسي ګټو یا نورو ملاحظاتو لپاره د نورو هیوادونو د اتباعو په برخلیک «معامله ونه کړي.»
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وړمه ورځ پاکستان ته د افغانانو د ډیپورټ د مسلې په تړاو پوښتنه د امریکا د کورني امنیت وزارت ته راجع کړه.
د امریکا د کورني امنیت وزارت بیا ویلي چې د خلکو د ایستلو د عملیاتو په تړاو معلومات د امنیتي ملحوظاتو په سبب نه شریکوي.
د هالنډ ساحلونو ته نږدې اوبو کې ۳۶ افغان پناه غوښتونکي ژغورل شوي
هالنډ ته نږدې سمندر کې ۳۶ افغان پناه غوښتونکي له یوې بېړۍ ژغورل شوي.
د فرانسې خبري اژانس راپور ورکړی چې د شنبې په ورځ له پناه غوښتونکو ډکه بیړۍ د هالند جنوبي سواحلو ته نږدې اوبو کې لار ورکه کړې وه چې سورلیو ته جدي خطر پېښ کړی و.
هالندي ځواکونو د دغو خلکو د ژغورنې لپاره عملیات وکړل او ۳۶ افغانان او دوه سوډانیان یې وژغورل.
دوه سوډاني اتباع د انسانانو د قاچاق په تور د پولیسو له خوا نیول شوي دي.
هالنډي چارواکو ویلي دا لومړی وار چې دوی له داسې پېښې سره مخ شوي او معلومه نه وه چې بېړۍ له کومه ځایه چېرته روانه وه.
هېڅ یوه پناه غوښتونکي اسناد نه درلودل او تر لومړنیو صحي مرستو وروسته یوه هستوګنځای ته وړل شوي.
ډونالډ ټرمپ وايي د ایران د اټومي پروګرام او پوځي وړتیا لویه برخه له منځه تللې
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي د ایران اټومي پروګرام او پوځي وړتیا لویه برخه له منځه تللې خو واشنګتن ښايي یو دو نور مراکز هم هدف هدف وګرځوي.
ټرمپ خبریالانو ته ویلي چې د امریکا، اسراییلو او ایران د جګړې د ختمولو لپاره خبرې ښې روانې دي خو تهران ډېر د باور وړ نه دی.
هغه وویل چې امریکا د پوځي عملیاتو لپاره بېړه نه لري او کولای شي پاتې اهداف په لنډ وخت کې تر برید لاندې ونیسي.
ټرمپ د نطنز شاوخوا یوه ځمکتلي اټومي مرکز ته اشاره وکړه.
اخوا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي چې ټرمپ لا په ایران د تازه بریدونو په اړه پریکړه نه ده کړې او واشنګتن لا هم له ډپلوماټیکو حل لارو ملاتړ کوي.
اخوا د ایران د رهبر مجتبي خامنه يي ته په منسوبو خبرو کې د شنبې په ورځ په امریکا او اسراییلو باندې د تازه بریدونو په اړه خبرداری ورکړل شوی دی.
د طالبانو رئیسالوزرا د بلاروس د نوي غیرمقیم سفیر باورلیک ومانه
د طالبانو رئیس الوزرا ملا محمد حسن اخند نن یکشنبه په کابل کې د افغانستان لپاره د بلاروس د نوي غیرمقیم سفیر او ځانګړي استازي الکساندر اوګورودنیکوف باورلیک ومانه.
د طالبانو د حکومت د اعلامیې له مخې، په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او ترانزیټي اړیکو پر پراختیا خبرې وشوې. د بلاروس سفیر ویلي، هېواد به یې له افغانستان سره د کرنې، خوراکي توکو او درملو په برخو کې سوداګریزې راکړې ورکړې زیاتې کړي.
د بلاروس ولسمشر الکساندر لوکاشینکو د روان کال په جون میاشت کې اوګورودنیکوف، چې له ۲۰۲۵ کال راهیسې په ازبکستان کې د دغه هېواد سفیر دی، د افغانستان لپاره هم د غیرمقیم سفیر په توګه ټاکلی و.
بلاروس په کابل کې فعال سفارت نه لري او د افغانستان اړوند ډیپلوماتیکې چارې یې په تاشکند کې د خپل سفارت له لارې پرمخ وړل کېږي. دغه هېواد تر اوسه د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو ورسره یې سیاسي او اقتصادي اړیکې ساتلې دي.