د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۷ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۶:۱۶

کرکټر: افغانستان، هغه هېواد چې ۴ لسېزې جنګ داغلی، اوس د کرکټ لوبډله نمانځي

سټارس اینډ سټرايپس:

امریکايي خپرونې سټارس اینډ سټرايپس افغانستان ته د یو شمېر نویو امریکايي ځواکونو د تګ په اړه مقاله خپره کړې ده.

د خپرونې په حواله، د امریکا یوه پوځي ډلګۍ به په مني کې افغانستان او بله یې عراق ته واستول شي.

دا ډلګۍ په نوبتي ډول د امریکا د پوځیانو د خدمتي دورې لپاره استول کېږي.

هغوی به په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې خدمت کوي چې د افغانستان ځواکونه روزي.

خو د نړۍ اکثرو معتبرو ورځپاڼو او انټرنټي خپرونو خپلې مقالې د شنبې په ورځ د افغانستان او اسټرالیا د کرکټ مسابقې ته ځانګړې کړې وې.

یو شمېر ورځپاڼو د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې پر تاریخچه بحث کړی و.

ځیني نورو د کرکټ د ملي لوبډلې پر سخت سفر چې له سپېرو خاورو پیل او تر انګلستانه ورسېد، تبصرې کړې دي.

کرکټر:

کرکټر خپرونې، د افغانستان هغه هېواد چې اتلان نه لري، تر سرلیک لاندې په یوه مقاله کې د کابل له څو برخو د ځوانانو د کرکټ د لوبې عکسونه خپاره کړي دي.

په مقاله کې لیکل شوي، دا د هغه هېواد پلازمېنه کابل دی چې جګړې ځپلی دی، نوم یې له ترورېزم، جنګ، سیاسي بحرانونو ، اسامه بن لادن او تشدد سره مترادف دی.

په داسې ښار کې چې ارزوګانې مړې شوې دي، پر وچو دېوالونو او هغو کانکرېټي موانعو چې د ترورېستانو د مخنیوي لپاره جوړ شوي، د راشد خان، محمدنبي او حضرت الله ځاځي عکسونه لګېدلي دي.

د مقالې د لیکوال په وینا، په داسې هېواد کې چې ثبات او یقین له منځه تللي، یوازې داعکسونه د نه ماتېدونکې مبارزې او د امید په لور د حرکت نښه ده.

په مقاله کې غربي لوستونکو ته لیکل شوي، تاسو فکر وکړئ، په داسې هېواد کې چې د څلورو لسیزو جګړې خلک داغلي دي، داسې خلک چې هېڅ کله یې خوشحالي نه ده محسوسه کړې، اوس د کرکټ لوبډله لمانځي.

د کرکټر په مقاله کې د یوې انګلیسې ښځې سارا فېن د کار یادونه شوې ده چې تقریباً درې لسیزې يې په افغانستان کې کار کړی دی.

هغې یو وخت د جګړې د زخمیانو د درملنې لپاره کار کاوه، خو اوس د افغان کونیکشن په نوم د ادارې مشره ده.

دا اداره د افغانستان کوچنیانو ته تعلیم ورکوي او کرکټ ور زده کوي.

سارا فېن کرکټ ته ویلي، تعلیم او کرکټ دې کوچنیانو ته د ښه ژوند دروازې پرانیستلای شي.

د کرکټر په لیکنه، سارا فېن په هغو اتلانو کې ده چې نه یې څوک نوم اخلي او نه یې ډېره پېژني.

خو هغې د کرکټ تر ۱۰۰ زیات میدانونه جوړ کړي، تر یولک زیات کوچنیان یې له دې لوبې سره شناخته کړي او روزلي یې دي او تر ۴۰ زیات افغان ځوانان یې داسې روزلي چې د کرکټ نړیوالې شورا د کرکټ د کوچ یا لارښوود موقف ورکړی دی.

سارافېن کرکټر ته ویلي چې د افغانانو یو صفت دا دی چې ډېر کم څه ورکړي، په ډېر زیات یې بدلوي او وده کوي.

سارا فېن ویلي چې کرکټ افغانانو ته په خپل هېواد د ویاړ احساس ورکړی.

هغې کرکټر ته ویلي، افغانان بالاخره احساسوي چې هغوی هم له نړۍ سره مقابله کولای شي او تل وروسته پاتې نه دي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG