د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۶

ډيفنس پوسټ: طالبان تر حملو وروسته تل د زیان په اړه مبالغه کوي


واشنګټن پوسټ:

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په کابل کې وروستیو حملو او په مسکو کې د غونډې ناکامېدو ته پام کړی دی.

په کابل کې د جمعې په ورځ په حمله کې چې پر يوه پوځي کاروان وشوه، لږترلږه څلور ملکيان ووژل شول او اته نور ټپیان شول.

د دې حملې مسؤلیت طالبانو پر غاړه واخیست.

پېښه د جمعې په سهار په اتو بجو او څلوېښتو دقیقو وشوه.

مقالې د غوڅ ملاتړ ماموریت د ویاند وینا ته هم پام کړی دی چې وايي، په دې حمله کې څلور امريکايي سرتېري هم برسېرن ټپیان شوي دي.

د پنجشنبې په ورځ هم په کابل کې په یوه ځانمرګي برید کې شپږ ملکيان ووژل شول او شپږ نور ټپیان شول.

د هغه برید پړه داعش ډلې پر غاړه واخیسته.

مقاله لیکي چې خلک اوربند ته هیله مند وو.

له دې سره چې د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د جمعې په ورځ پر خپله فېسبوک پاڼه د اختر په ورځو کې د طالبانو له خوا د اوربند خبر ورکړ، د طالبانو ډلې په خپلو اعلاميو کې دا خبر رد کړ.

ښاغلي کرزي د مسکو غونډې په وروستۍ ورځ وويل چې د افغان سياستوالو او طالبانو خبرې ډېرې مثبتې وې او دوی خوشاله دي.

د واشنګټن پوسټ په وینا، تېر کال اوربند د جګړې حل ته هیلې را وزېږولې خو اوس ښايي د دغو هيلو د پوره کېدو امکان ستونزمن وي.

ډيفنس پوسټ:

ډيفنس پوسټ خپرونې هم په کابل کې وروستیو حملو ته کتلي دي.

په مقاله کې راغلي، کله چې امريکایي ځواکونه په کابل کې له يوه ځایه بل ته ځي، دوی په زغره والو موټرو کې وي چې په بشپړه توګه خوندي وي.

مقالې د طالبانو د وياند ذبيح الله مجاهد خبرې هم راخيستي چې ویلي يې دي، د دې حملې تر شا د طالبانو لاس دی او ادعا يې کړې چې لس بهرني افسران او سرتېري يې وژلي دي.

ډيفنس پوسټ ليکلي دي چې طالبان تر حملو وروسته تل د زیان په اړه مبالغه کوي.

د ډيفنس پوسټ مقاله لیکي چې دا هر څه تر هغه وروسته دي چې طالب استازو په مسکو کې د افغان حکومت له مخالفو سياستوالو سره وکتل خو دې غونډې هېڅ مهمه نتيجه نه درلوده.

افغان ولسمشر د روژې د مياشتې په لومړیو کې په ټول هېواد کې د اوربند وړانديز کړی و، خو طالبانو دا وړانديز رد کړ او تر اوسه په دې هېواد کې تاوتریخوالی دوام لري.

XS
SM
MD
LG