د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۴

د افغانستان په اړه د یو شمېر نړیوالو ورځپاڼو تبصرې


آرشیف، یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
آرشیف، یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې

په‌داسې وخت کې چې مسکو د یوه ډله افغان سیاستوالو او طالبانو کوربه و څو د اوربند په ټینګښت خبرې وکړي په کابل کې یوه ځانمرګي برید ګڼو خلکو ته مرګژوبله اړولې ده.

  • واشنګټن پوسټ

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په یوه مقاله کې په همدغو دواړو پېښو تمرکز کړی دی.

ورځپاڼې لیکلي په کابل کې د مارشال فهیم پر پوځي اکاډمي د پنجشنبې په ورځ په یوه موټر کې سپاره ځانمرګي بریدګر حمله وکړه، شپږ کسان یې ووژل او ۱۶ نور پې ټپيان کړل.

اسلامي دولت ډلې یا داعش د دغه برید مسؤلیت ومانه.

د واشنګټن پوسټ په مقاله کې راغلي له کله چې دا پوځي اکاډمي په ۲۰۱۴ کال کې پرانېستل شوه هم اسلامي دولت ډلې یا داعش او هم طالب وسله والو بریدونه پرې کړي.

واشنګټن پوسټ لیکلي په کابل کې دا برید داسې وخت شوی چې په مسکو کې د غونډې ګډونوالو اوربند ته د رسېدو یا ان د اوربند له هیلې پرته خپل بحث پای ته رسولی.

د مقالې په دوام کې د طالبانو د یوه ویاند سهیل شاهین خبرې هم راخېستل شوي چې ویلي یې دي دوی د خبرو له بهیر راضي دي او دغسې بحثونو ته به دوام ورکوي.

د مسکو په غونډه کې طالبانو د دې ډلې د مرستیال او د سیاسي ډلې د مشر ملا عبدالغني برادر په مشرۍ برخه اخېستې وه.

له افغانستانه هم پخوانی ولسمشر حامد کرزی، ولسمشرۍ ټاکنو ته کاندید حنیف اتمر، د خلکو د وحدت ګوند رهبر محمد محقق، عطا محمد نور او ځینې نور سیاستوال ورغلي و.

دوی لومړی د افغانستان او روسیې د ډپلوماټیکو اړیکو د سل کلنۍ په مناسبت جوړه شوې غونډه کې برخه اخېستې وه او بیا یې وروسته په افغانستان کې د اوربند او له دغه هېواده د بهرنیو ځواکونو په وتلو بحث کړی.

د سولې عالي شورا رئیس کریم خلیلي او په مسکو کې افغان سفیر لطیف بهاند د طالبانو او افغان سیاستوالو په مخامخ خبرو کې حضور نه درلود.

  • ډېلي مېل

ډېلي مېل ورځپاڼې لیکلي، طالبانو او د افغان حکومت ځینو سیاسي مخالفینو د پنجشنبې په ورځ ادعا کړې چې د مسکو په خبرو کې یې فوق العاده پرمختګ کړی دی.

خو ورځپاڼه لیکي چې افغان حکومت لا د دواړو خواو په بحثونو کې نه‌دی شامل او اوربند هم نه دی اعلان شوی.

ډېلي مېل لیکي چې محافظه کاره طالبانو د مسکو په زړه کې په یوه لوکس هوټل کې څه باندې دوه ورځې تېرې کړې او له څو وتلیو افغان سیاستوالو سره یې خبرې وکړي.

د طالبانو او یوه ډله افغان سیاستوالو د بحثونو په پای کې ګډه اعلامیه هم خپره شوې ده.

دوی په دې اعلامیه کې د مسکو خبرې موثرې او رغنده بللي.

د بین الافغاني خبرو دوام، د اوربند ټينګښت، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل، د ملکیانو خوندیتوب، د افغانستان په چارو کې د بهرنیو لاسوهنو خاتمه او د اسلامي نظام ټينګښت هغه مسایل دي چې په یاده اعلامیه کې ورته اشاره شوې ده.

په دوام کې راغلي له دې چې ځینې مسایل ډېر بحث ته اړتیا لري موافقه وشوه چې خبرې په راتلونکي کې هم دوام وکړي.

د ډېلي مېل په لیکنه دې ته په پام چې د کابل اداره یو ځل بیا حاشیې ته اچول شوی له دې خبرو د پام وړ نتیجې ترلاسه کول ستونزمن ښکاري.

XS
SM
MD
LG