د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۷ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۴:۴۵

د افغانستان په اړه د ځينو نړیوالو رسنیو تبصرې

ځینې بهرنۍ ورځپاڼې
ځینې بهرنۍ ورځپاڼې
  • واشنګتن پوسټ

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په قدرت کې د ولسمشر اشرف غني د پاتې کېدو په اړه مقاله لیکلې ده.

واشنګتن پوسټ لیکلي چې ولسمشر غني سره له دې چې پنځه کلنه دوره‌یې تېره اوونۍ پای ته ورسېده، خپل کار ته دوام ورکړی او لېوال دی چې د یوه سوله راوړونکي په توګه په تاریخ کې خپل نوم ثبت کړي.

د افغانستان سترې محکمې د اپرېل په ۲۱مه پرېکړه وکړه چې ولسمشر اشرف غني د جمهوري ریاست تر انتخاباتو پورې په واک کې پاتې کېدای شي.

واشنګتن پوسټ د افغانستان د ولسمشرۍ د ټاکنو د کاندیدانو په حواله لیکلي، غني په دې کار سره خپله دوره چې د دوی په خبره له اوله‌یې مشروعیت له پوښتنې سره مخ و، وغځاوه.

افغان ولسمشر اشرف غني په ۲۰۱۴ کال کې له عبدالله عبدالله سره په ګډه چې اجرائیه ریاست‌یې ورکړ، د امریکا په منځګړیتوب د ملي یووالي حکومت رامنځته کړ.

ورځپاڼې د ولسمشرۍ ټاکنو د کاندید احمد ولي مسعود په حواله لیکلي چې د غني په وړاندې یو لاس دي او که واک پرې نږدي، د ده په شمول د ولسمشرۍ ټاکنو ګڼ کاندیدان به مظاهرې وکړي.

افغان حکومت وایي چې دوی ته د سترې محکمې پرېکړه مهمه ده او له مخې یې ولسمشر تر انتخاباتو په واک کې پاتې کېږي.

  • فارن پالېسي

فارن پالېسي خپرونې د افغانستان د هوا په ککړوالي تمرکز کړی دی.

مطلب په دې عنوان پیلېږي چې "د افغانستان هوا په دغه هېواد کې له جنګه هم زیاته مرګونې ده."

د خپرونې په لیکنه، هر ژمی د کابل اسمان تور لوګی نیسي او ماشومان مري.

په دوام کې راغلي چې د کابل د اندراګاندي د ماشومانو روغتون له هغو ماشومانو ډک دی چې د ککړې هوا په خاطر تنفسي ناروغۍ لري.

فارن پالېسي لیکلي چې په اوړي کې ډاکتران تر ډېره د هضمي سیستم د ناروغۍ په معالجې لګیا وي، خو په ژمي کې بیا ګڼې ناروغۍ د هوا د ککړتیا په خاطر پیدا کېږي.

د کابل د ککړې هوا لوی دلیل د ناسمو او غیر فلتر شویو سونګ موادو استفاده ده.

فارن پالېسي د نړۍ د هوا د وضعیت یا «State of Global Air» ادارې په حواله ویلي چې د هوا ککړتیا په افغانستان کې د جنګ په نسبت زیاتې قربانۍ اخلي.

د دې ادارې په خبره، ښايي یوازې په ۲۰۱۷ کال کې څه د پاسه ۲۶ زره افغانان د ککړې هوا په خاطر مړه شوي وي.

ملګرو ملتونو په ۲۰۱۷ کال کې د تنفسي ناروغیو په سبب د مړو شویو افغانانو شمېر درې زره او ۵۰۰ تنه ښودلی.

فارن پالېسي خپرونې د افغانستان د چاپېریال ساتنې ادارې د مرستیال عزت‌الله صدیقي په حواله لیکلي، کله چې دوی د بې‌کیفیته سونګ توکو او تېلو د استفادې لپاره د یوه شرکت یا فابریکې د تړلو اقدام کوي، ټولې دولتي ادارې همکاري نه‌ورسره کوي.

ښاغلي صدیقي په دوام کې ویلي چې بېلابېلې حکومتي ادارې د چاپېریال ساتنې ادارې په کارونو کې مداخله کوي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG