خبرونه
ټرمپ د نړۍ لومړى رهبر شو چې جاپان له نوي امپراتور سره ګوري
د امريکا د متحدو ايالاتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نړۍ لومړى رهبر شو چې جاپان له نوي امپراتور سره ګوري.
د جاپان نوي امپراتور ته د مې پر لومړۍ نېټه تاج ور پر سر کړاى شو.
امپراتور ناروهيتو او مېرمن يې مساکو نن په خپله ماڼۍ کې د ولسمشر ټرمپ او د هغه د مېرمنې ملانيا ټرمپ هرکلى وکړ.
د هرکلي دغه مراسم جاپان ته د ولسمشر ټرمپ د څلور ورځني رسمي سفر د پيل پر مهال جوړ شوي وو.
ولسمشر ټرمپ وروسته د کتنو لپاره د جاپان رسمي مېلمستون ته لاړ چې د جاپان له صدراعظم شينزو ابه سره په يوه خبري کنفرانس کې برخه واخلي.
نن تر خبرو مخکې ټرمپ هڅه وکړه، د جاپان اندېښنو ته په پام سره شينزو ابه ته د شمالي کوريا د اټمي او ميزائيلو د پروګرام په اړه ډاډ ورکړي.
ولسمشر ټرمپ د جاپان صدراعظم ته وويل، د امريکا او شمالي کوريا ترمنځ «لوى درناوى» موجود دى.
ده وويل، د پيونګ يانګ لهخوا د ميزائيلو له وروستيو ازموينو سره- سره د ښو شيانو اټکل کوي.
د واشنګټن او شمالي کوريا ترمنځ په وروستيو مياشتو کې کړکېچ وروسته له هغې زيات شو چې په فبرورۍ مياشت کې د ولسمشر ټرمپ او د شمالي کوريا د رهبر کيم جونګ اون ترمنځ سرمشريزه بې نتيجې پاى ته ورسېده.
دغه سرمشريزه له اټمي وسلو د کوريا ټاپووزمې د تصفيې په اړه وه.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د ترکیې استخبارات: د «پيکېکې» وسلهوال د عراق شمال کې له څلورو اډو وتلي
ترکیې تأیید کړه چې د عراق د کردستان د کارګرانو د ګوند «پيکېکې» وسلهوال د عراق په شمال کې له څلورو اډو وتلي دي.
د ترکیې دولتي خبري اژانس اناتولي د دې هېواد د استخباراتي ادارې له قوله د دوشنبې په ورځ «د تلې په ۲۰مه» وویل چې «پيکېکې» د عراق په شمال کې د متینا او بزه په سیمو کې خپلې څلور اډې تشې کړې دي.
دې اژانس د امنیتي سرچینو په حواله ویلي چې دغه اډې د اکټوبر تر اتمې نېټې پورې تشې شوې دي.
د کردستان کارګرانو ګوند تېره اوونۍ اعلان کړی و چې خپل وسلهوال ځواکونه د ترکیې پولې ته له نږدې سیمو څخه باسي.
دا اقدام د سولې د هغو هڅو یوه برخه ده چې هدفیې د دغه ګوند او د ترکیې د حکومت ترمنځ د څو لسیزو جګړې پای ته رسول دي.
ترکیې دوه میاشتې وړاندې یو قانون تصویب کړ چې له مخې یې د کردستان کارګر ګوند غړو ته محدوده بخښنه په پام کې نیول شوې ده.
خو د دغه قانون عملي کېدل په دې پورې تړلي چې د دې ډلې بې وسلې کېدل، د پوځي فعالیتونو درول او د وسلو او مهماتو سپارلیې تأیید شي.
ترکي چارواکو ویلي چې د دغو اډو تشول کولای شي د سولې د بهیر له پرمختګ سره مرسته وکړي.
د اروپايي ټولنې نوي استازي خپل لومړني سفر کې له سراجالدین حقاني سره ولیدل
د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت وايي چې سراجالدین حقاني د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له نوي ځانګړي استازي توماس فریليسن سره د افغانستان د امنیتي وضعیت، له نشهيي توکو سره د مبارزې او د سیمې د ثبات په اړه خبرې کړې دي.
دغه وزارت د دوشنبې په ورځ «د تلې په ۲۰مه» پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې دواړو لورو د افغان کډوالو او راستنېدونکو د وضعیت، بشري مسایلو او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ستونزو د هواري لپاره د سیمهییزو هڅو په اړه هم خبرې کړې دي.
توماس فریليسن چې د ځانګړي استازي په توګه له ټاکل کېدو وروستهیې دا افغانستان ته لومړنی سفر دی، تر اوسه د دې لیدنې په اړه څه نهدي ویلي.
نوموړي د اکټوبر په نهمه د خپلې ګومارنې د اعلان په مهال ویلي و چې د ښځو او نجونو د حقونو موضوع به د اروپايي ټولنې د پاملرنې په مرکز کې پاتې شي.
د ترورېزم په اړه د طالبانو حکومت ته د اسلاماباد تازه خبرداری
د پاکستان د صدراعظم مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار خبرداری ورکړی چې که د طالبانو حکومت د هغو ترهګرو پر ضد اقدام ونهکړي چې د ده په خبره د افغانستان له خاورې فعالیت کوي، له پایلو سره بهیې مخامخ شي.
د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، ډار د دوشنبې په ورځ «د تلې په ۲۰مه» په اسلاماباد کې "په پاکستان کې د ترهګرۍ د بدلېدونکي وضعیت" په اړه یوې نړیوالې غونډې ته وویل چې پاکستان په وار وار له افغان چارواکو غوښتي چې اجازه ورنهکړي د افغانستان خاوره د ګاونډیو هېوادونو پر ضد د ترهګریزو بریدونو لپاره وکارول شي.
نوموړي وویل چې اسلاماباد په دې اړه له افغان چارواکو سره خبرې کړې دي، خو د ده په وینا، د طالبانو حکومت د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې په برخه کې خپلې ژمنې نهدي عملي کړي.
اسحاق ډار ادعا وکړه چې په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان یا «ټيټيپي» او نورو وسلهوالو ډلو شتون د سیمې سولې ته ګواښ دی او د طالبانو له چارواکو یې وغوښتل چې له ترهګرو سره د وسلو او نورو مرستو برابرول بند کړي.
طالبانو تر اوسه د اسحاق ډار د دغو څرګندونو په اړه څه نهدي ویلي، خو تر دې وړاندې یې د پاکستاني چارواکو دا ډول څرګندونې رد کړي او ویلي و چې هېچا ته اجازه نهورکوي د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکاروي.
طالبانو دغهراز ویلي چې پاکستاني چارواکي باید خپلې کورنۍ ناکامۍ پر افغانستان وانهچوي.
دوو امریکايي اقتصادپوهانو د ۲۰۲۶ کال د اقتصاد نوبل جایزه وګټله
دوو امریکايي اقتصادپوهانو، رابرت هال او مایکل ووډفورډ، د دوشنبې په ورځ د ۲۰۲۶ کال د اقتصاد نوبل جایزه وګټله.
دوی ته دا جایزه د هغو څېړنو له امله ورکړل شوې چې د اقتصادي بدلونونو او بحرانونو په کنټرول کې د پولي او مالي سیاستونو پر رولیې کړې دي.
د سویډن د علومو شاهي اکاډمۍ د دوشنبې په ورځ «د تلې په ۲۰مه» اعلان وکړ چې د دغو دوو اقتصادپوهانو څېړنو د داسې اقتصادي ماډلونو په جوړولو کې مرسته کړې چې حکومتونه او مرکزي بانکونه ترې د اقتصادي رکود د مخنیوي او د اقتصاد د ثبات لپاره ګټه اخیستلی شي.
رابرت هال د سټنفورډ پوهنتون او مایکل ووډفورډ د کولمبیا پوهنتون استاد دی.
د اقتصاد نوبل جایزه هم د نورو نوبل جایزو په څېر، د ویاړ یو سند، د سرو زرو یو مډال او یو میلیون او ۲۰۰ زره امریکايي ډالر نغدي جایزه لري.
د اقتصاد د نوبل جایزې د ګټونکو په اعلانېدو سره د ۲۰۲۶ کال د نوبل جایزو د ګټونکو د معرفي کولو لړۍ پای ته ورسېده.
د خیبرپښتونخوا کړکېچن وضعیت؛ د اعلی وزیر په شمول د تحریک انصاف ۲۸۰ غړي نیول شوي
پاکستاني چارواکو له یکشنبې راهیسې د تحریک انصاف ګوند نږدې ۲۸۰ غړي نیولي دی.
دا وروسته له هغه چې د پاکستان مرکزي حکومت په خیبرپښتونخوا کې بیړنی حالت اعلان کړ.
د بیړني حالت له اعلان وروسته د خبیرپښتونخوا اعلی وزیر سهیل خان افریدی او د تحریک انصاف ګوند اړوند ځینې نور لوړپوړي چارواکي هم نیول شوي.
د پاکستان د کورنیو چارو د دولت وزیر طلال چودري ویلي چې اعلی وزیر او د کابینې غړي یې نیول شوي او که کوم یو دوسیه ولري نو محاکمه به شي او پاتې نور به خوشې شي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین په خیبرپښتونخوا کې د بیړني حالت اعلان غندلی او ویلي یې دي چې د اعلی وزیر سهیل افریدي په شمول د تحریک انصاف د مشرانو نیول د ده په خبره د «پنجابي جنرالانو» د ناقانونه او غیر ډموکراټیکه کړنو پایلې دي.
په خیبرپښتونخوا کې د بیړني حالت له اعلان سره سم وضعیت کړکېچن بلل شوی او د تحریک انصاف ګوند او نورو مخالفو ګوندونو ګڼو پلویانو په څو سیمو کې مظاهرې پیل کړي خو امنیتي ځواکونه یې مخه نیسي.
اخوا د راپورونو په اساس د تحریک انصاف د ګوند د لوړپوړو مشرانو په کورونو باندې د پاکستان امنیتي ځواکونو چاپې هم وهلي که څه هم حکومتي چارواکو دا خبر لا نه دی تایید کړی.
پر سعودي د حوثیانو د بریدونو دوام؛ د وژل شویو شمېر ۱۴ او د ټپیانو ۳۰۰ ته ورسېد
د سعودي عربستان پر ریاض هوايي ډګر د حوثیانو په بریدونو کې د وژل شویو شمېر ۱۴ او د ټپیانو ۳۰۰ ته رسېدلی.
حوثيانو یو وار بیا د یکشنبې په ماښام د ریاض د ملک خالد هوايي ډګر هدف وګرځاوه چې یو کس پکې ووژل شو او ۱۱ نور ټپیان شول.
اخوا د دمام په ملک فهد هوايي ډګر هم برید شوی.
شنبه ناوخته د ریاض په هوايي ډګر برید کې لږ تر لږه ۱۳ کسان وژل شوي او نږدې ۳۰۰ نور کسان ټپیان دي.
ترکیې، پاکستان، مصر او سعودي په حوثیانو غږ کړی چې سمدستي دا بریدونه ودروي.
ګڼو نورو هېوادونو هم دا بریدونه غندلي.
امریکا او اسټرالیا سعودي کې له خپلو اتباعو غوښتي چې د ریاض هوايي ډګر له لارې له سفرونو ډډه وکړي.
هندي پولیسو سلګونه مظاهره چیان نیولي
هندي پولیسو د یکشنبې په ورځ هم سلګونه مظاهره چیان نیولي دي.
په هند په تېره نوې ډهلي کې له څو ورځو راهیسې د کاکروچ یا «سوسک» خوځښت په غوښتنه لسګونه زره ځوانان او د مخالف ګوند غړي د انتخاباتو کمیسیون پر ضد لاریون ته وتلي دي.
د کاکروچ خوځښت مشر ابیجیت دیپکي او دوه نور مشران په نوې ډهلي کې نیول شوي خو محکمې د یکشنبې په ورځ امر کړی چې دا کسان دې خوشې شي.
مظاهره چیان د هند د انتخاباتو کمیسیون د مشر ګیانش کمار د لرې کولو غوښتنه کوي.
د انتخاباتو کمیسیون د رای ورکوونکو د نوملړ د اصلاح په نوم د لږ تر لږه ۱۳۰ میلیونو کسانو نومونه له لیسټونو لرې کړي او دلیل یې راوړی چې نومونه یې تکراري او د رایو په شرایطو برابر نه دي.
خو مظاهره چیان او مخالف ګوند وايي چې د انتخاباتو کمیسیون په دې کار سره د واکمن ګوند بهارتیا جاناټا په ګټه کار کوي.
د اروپايي ټولنې مشرانو د اوکرایین له ولسمشر ملاتړ ښوولی
د اروپايي ټولنې مشرانو یو وار بیا د اوکرایین له ولسمشر ولودومیز زیلینسکي خپل ملاتړ وښود.
دا وروسته له هغه چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روسیې د ډیزلو پر صادراتو د بندیزونو د کمولو اعلان وکړ او وروسته یې وویل چې وخت یې رارسیدلی څو اوکرایین "نوی مشر" ولري.
د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشرې کایا کالاس په خپله ایکس پاڼه لیکلي: دا یې وخت نه دی چې په روسیې باندې فشار کم شي او اروپا به دا کار ونه کړي. هغې د ډیزل تیلو په اړه تړون غندلی او خبرداری یې ورکړی چې دا عایدات به د مسکو جګړه تمویلوي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د روسیې جمهور رییس ولادمیرپوتین د یوې ټیلیفونې اړیکې په مټ د د اکتوبر په نهمه د روسیې د تیلو په صادراتو د بندیزونو د نرمولو په اړه موافقې ته ورسېدل.
د اسلامي همکاریو سازمان د سرمنشي مرستیال طارق علي بخیت له امیرخان متقي سره لیدلي
د اسلامي همکاریو سازمان د سرمنشي مرستیال طارق علي بخیت کابل ته تللی او هلته یې د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره لیدلي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي چې د یکشنبې په ورځ په دې لیدنه کې دواړو لوریو د اسلامي همکاریو سازمان کې افغانستان په مهم ځای او له افغانستان سره د رغنده تعامل په اړه خبرې وشوې.
تېر سپټمبر د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلې په څنډه کې د اسلامي همکاریو سازمان سرمنشي اسماعیل ولد شیخ احمد د افغانستان په اړه د تماس ډلې ناسته کې له واکمنو چارواکو سره په داسې تعامل ټینګار وکړ چې د افغانانو په ګټه وي او هم د بشري چارو دوام ډاډمن کړي.
سرمنشي اسماعیل په کابل کې د اسلامي همکاریو د سازمان د دفتر له لارې د نجونو د تعلیم، روغتیا او ټولنیز یووالي په برخو کې د ځینو هڅو یادونه هم کړې وه.
په یو شمېر ولایتونو کې د سختو اورښتونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شوی
د دوشنبې له ورځې په ځینو ولایتونو کې د سختو اورښتونو او د سیلابونو د راوتلو خبرداری ورکړل شوی دی.
د طالبانو د اوبو او بریښنا وزارت د یکشنبې په ورځ په یوه بیان کې ویلي چې په خوست، پکتیا، لوګر،میدان وردک، کاپیسا،پروان،پنجشیر،ننګرهار،لغمان،کونړ او نورستان کې د سختو اورښتونو په سبب د سیلابونو د بهېدو خطر موجود دی.
ددغو ولایتونو له اوسیدونکو غوښتل شوي چې دا خبرداری په پام کې ونیسي او رودونو او خوړونو په څېر هغو سیمو ته نږدې نه شي چې د سیلابونو د بهیدو احتمال پکې شته.
د افغانستان بیلابیلې سیمې د سیلابونو د راوتلو په سبب په وروستیو څو میاشتو کې اغېزمنې شوي چې تر ټولو لویه او مرګونې پېښه د نورستان اړوند وه.
د نورستان د مرکز پارون او اړوندو سیمو کې تېر جولای/اسد میاشت د خطرناکه سیلابونو په راوتلو سره لږ تر لږه ۲۳ کسان مړه او څه باندې ۸۰ نور ټپيان شول.