ګارډین:
ګارډین ورځپاڼې د یوه افغان ډاکتر ژوند ته پام کړی چې د طالبانو له منګولو له راخوشې کېدو وروسته بریتانیا ته تښتېدلی دی.
د ورځپاڼې په لیکنه، ۴۲ کلن محمد حقمل له کابله اختطاف شوی و او وروسته وتوانېد چې د طالبانو له منګولو وتښتي.
حقمل چې دری ماستریانې لري، د خپل وطن پرېښېدو ته اړ شوی او په بریتانیا کې یې پناه غوښتې.
ګارډین د حقمل په حواله لیکلي چې کابل خوندي نه دی.
بریتانیا ته تښتېدلي افغان ډاکتر محمد حقمل ویلي چې د طالبانو له خوا د خلکو د هدف ګرځولو زرګونه بېلګې شته.
د حقمل په خبره، هغه پناه غوښتونکي چې له بریتانیا بېرته افغانستان ته استول شوي، په کابل کې هدف ګرځول کېږي.
حقمل ویلي چې افغان حکومت دی ونه شو ساتلی.
ګارډین لیکي، دغه افغان ډاکتر په یوه اتلس میاشتني پروګرام کې د افغانستان د لېرو پرتو سیمو د دوه نیم زره افغان ښځو ژوند ژغورلی دی.
انډیپنډنټ:
انډیپنډنټ بریتانوۍ ورځپاڼې د ۲۰۱۹ کال د کرکټ په نړیوال جام کې د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم په ګډون یوه مقاله لیکلې ده.
تمه ده چې د کرکټ نړیوال جام د انګلستان او وېلز په کوربه توب راتلونکې چهارشنبه د مې په ۲۹مه پيل او د جولای په ۱۴ ختم شي.
انډیپنډنټ لیکلي، افغانستان هوډ کړی چې په نړیوال جام کې به هیله بښونکې لوبې کوي، خو ورځپاڼې د ټیم د چمتووالي دور ډېر ښه نه دی یاد کړی.
د چمتووالي په دور کې د لوبډلې کپټان لېرې شو چې ورپسې ځیني مخالفتونه وشول، خو بالاخره د ګلبدین نایب به مشرۍ ټیم بریتانیا ته ولاړ، څو په نړیوال جام کې برخه واخلي.
انډیپنډنټ ورځپاڼې په دې مقاله کې راشد خان د افغانستان یو کلیدي لوبغاړی یاد کړی چې د انګلستان په میدانونو بلد دی او د ده غیر مترقبه ورو بالنګ ګڼ توپوهونکي له خطر سره مخ کوي.
په مقاله کې د رحمت شاه یادونه هم شوې ده چې د ځان تر څنګ د ټیم لپاره ښه رول لوبوي او د بیټېنګ برخه یې پياوړې کړې ده.
انډيپنډنټ ورځپاڼې اندېښنه هم ښودلې چې د انګلستان شرایطو ته په کتو افغانستان ته پکار ده، څو د ورو یا سپین بالنګ تر څنګ په توپوهونکو هم اتکا وکړي.
تمه ده افغانستان د ۲۰۱۹ کال د کرکټ د نړیوال جام په ګروپي دور کې نهه لوبې وکړي او لومړۍ یې د جون په اوله له استرالیا سره پلان شوې ده.