د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۱

له حقوقي پلوه د ولسمشر غني کاري موده پای ته رسېدلې؟


ولسمشر غني
ولسمشر غني

د افغانستان د جمهوري ریاست د راتلونکو انتخاباتو په اړه د ازادي راډیو «زما رایه زما حق» ځانګړې خپرونو د دې اوونۍ بحث مو د ولسمشر محمد اشرف غني کاري مودې پای ته رسېدو په اړه حقوقي ارزونې او څرنګوالي ته ځانګړې کړې.

د افغانستان د اساسي قانون د ۶۱مې مادې پر اساس، د جمهور رئیس دنده د پنځم کال د جوزا په لومړۍ ڼېته پای ته رسېږي او انتخابات باید د جوزا له لومړۍ نېټې مخکې په دېرشو یا شپېتو ورځو کې ترسره شي.

د افغانستان سترې محکمې د اپریل په ۱۲مه د بل ولسمشر تر ټاکلو د ولسمشر محمد اشرف غني د کار موده تمدیده کړه.

د افغانستان د جمهوري ریاست د کاندیدانو شورا او ځینې نور کاندیدان وايي، دا چې د ملي وحدت حکومت موده بشپړه شوې، نو دغه حکومت سر د جوزا له لومړۍ نېټې وروسته دوی ته قانوني مشروعیت نه‌لري.

دوی وايي چې مدني نافرمانۍ پیل کړي او د قانون د حاکمیت لپاره به د کابل په ګډون په ټول افغانستان کې سوله‌ییز لاریونونه پيل کړي.

  • دا چې لاریونونه به څه ډول وي؟
  • ایا رښتیا هم له حقوقي پلوه د ولسمشر غني کاري موده پای ته رسېدلې؟

دا مسایل مو په همدې پروګرام کې څېړلې، دا پروګرام رحمت الله افغان چمتو کړی چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:27:49 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG