د غزني ولایت امنیه قوماندان سمونوال محمد خالد وردګ وايي، پهدغه ولایت کې د امنیتي ځواکونو ترمنځ قوي همغږي رامنځته شوې ده، نو له دې امله یې د امنیت په برخه کې ګړندۍ هڅې پیل کړي او زیاتو وسلهوالو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
نوموړي له ازادي راډیو سره په ځانګړې مرکه کې زیاته کړه، دا پهداسې حال کې ده چې مرکزي دولت او بهرنیو ځواکونو هم غزني ولایت ته زیات پام اړولی دی، نو ډېر ژر به د دولت له لاسه وتلې سیمې بېرته تر خپل کنټرول لاندې راولي.
په غزني کې د ازادي راډیو خبریال حبیبالرحمن تاثیر ورسره مرکه کړې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ: