د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې د یو شمېر ښوونځیو زدهکونکو ازادي راډيو ته وویل چې درې کاله کېږي چې ښوونځیو ته نهدي تللي.
دوی وايي، لامل يې د افغان سرتېرو او وسلهوال طالبانو جګړه ده چې د جګړې پر مهال يې ښوونځي د مورچلو په توګه کارولي چې اوس لوټې لوټې پرتې دي او یا هم اوس د دوی مورچلې پهکې دي.
د جګړې ښکېلې خواوې دې ښوونځي د مورچلو په توګه نه کاروي.
د دې ولایت د پوهنې ریاست چارواکي هم مني چې پهدغه ولایت کې ښوونځي وسلهوال طالبان او افغان سرتېري د مورچلو په توګه کاروي خو وايي، څو ځلي یې مخنیوی کړي خو هغوی خبره نه مني.
امنیتي مسؤلین بیا دا نه مني چې دوی دې ښوونځي د مورچلو په توګه کارولي وي، دوی یې پړه پر وسلهوالو طالبانو اچوي.
پهدې اړه نور حال د ازادي راډيو د خبریال شریفالله شرافت په راپور کې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ: