دا اوونۍ د مخکښې ښځې پهدې خپرونه کې د مشرانو جرګې غړې ګلالۍ نور صافۍ سره غږېدلي یو چې د سترګو د امراضو متخصصه ده، خو سیاست تهیې لاره پیدا کړې.
هغې ښوونځی په کابل کې، خو لوړې زدهکړې یې په روسیه «پخواني شوروي» کې ترسره کړې دي.
اغلې صافۍ د ولسي جرګې په ۱۵مې او ۱۶مې دوره کې د بلخ ولایت استازې پاتې شوې ده.
صافۍ د طالبانو له سقوط وروسته د طب په برخه کې له بېلابېلو مؤسسو او د روغتيا وزارت په چوکاټ کې دندې ترسره کړې دي.
دا وایي، په ولسي جرګه کې یې د کار پر مهال د افغانستان بېلابېلو سیمو ته سفرونه کړي او تر یوه حدهیې هغه ژمنې پوره کړي چې د نوماند کېدو په دوره کې یې خلکو ته ورکړې وې.
دغه خپرونه د ازادي راډيو خبریاله فرشته غني چمتو کوي چې د لاندې لېنک په کېکاږلو یې اورېدای شئ: