د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۰۳:۴۸

واشنګټن پوسټ: د مینې منګل د ژوند بل اړخ راڅرګند شو


وژل شوې مینه منګل
وژل شوې مینه منګل
  • شارلوټ ابزرور

شارلوټ ابزرور ورځپاڼې د افغانستان په شمال کې د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره نږدې د پولې پر اوږدو د داعش د حضور په اړه د یوه روسي چارواکي څرګندونو ته پاملرنه کړې ده.

د روسیې د استخباراتو مشر ویلي، نږدې پنځه زره داعشیان په‌دې سیمو کې ځای پر ځای شوي دي.

الکساندر بورتنیکوف د سې شنبې په ورځ د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه کې په‌دې اړه اندېښنه وښوده.

شارلوټ ابزرور لیکي:

یو شمېر کتونکي په‌دې نظر دي چې کرملېن د دې لپاره چې له طالبانو سره له خپلو تماسونو پام واړوي د داعش د وسله‌والو د شمېر په برخه کې مبالغه کوي.

ورځپاڼه وړاندې لیکي، په وروستیو کلونو کې روسیه د داسې ځواک په ډول راڅرګنده شوې ده، څو د افغانستان په برخه کې د سیاسي واک په پرېکړو کې دخیله وي.

د پوځي چارو کتونکی عتیق‌الله امرخېل په‌دې باور دی چې افغانستان په یوازې سر د داعش په وړاندې مبارزه نه‌شي کولای.

ده ازادي راډیو ته وویل چې متحده ایالات، روسیه او نور هېوادونه باید په‌دې مبارزه کې فعاله ونډه واخلي.

  • واشنګټن پوسټ

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې بیا د طالبانو په برخه کې یوه اندېښنه راخیستې ده.

دا ورځپاڼه لیکي، افغانان تل دا وېره څرګندوي، که طالبان بیا واکمنان شي د تېرو ۱۸ کلونو په ترڅ کې به ترلاسه شوې ډموکراسي او د ښځو د حقونو مخه ونیسي.

خو ورځپاڼه لیکي:

په تېرو دوو اوونیو کې په کابل کې یوه ښځه ووژل شوه او په پارلمان کې لانجه رامنځته شوه چې دا د دې لاسته راوړنو پر ضعف دلالت کوي.

د واشنګټن پوسټ په باور مینه منګل د یوې بریالۍ متمدنې افغانې کامل سمبول وه.

دا پخوا د ټلوېزیون ویانده وه او د ټولنیزو رسنیو د یوې فعالې په توګه د پارلمان سلاکاره وه، دا په جرأت وغږېده او په مېړانې یې ولیکل.

په وروستیو کې یې دا لیکلي و چې ژوند ته‌یې خطر دی.

د مې په ۱۱مه چې کله مینه منګل له خپل کوره کار ته تله له نږدې ډزې پرې وشوې.

پولیسو وویل چې د کورنۍ شخړې له امله دا قتل شوی دی او په دې ډول ډېر ژر د دې ځوانې ښځې د ژوند بل اړخ راڅرګند شو، داسې اړخ چې دې واک پرې نه‌درلود.

ورځپاڼه لیکي: په افغان ټولنه کې دا ډول جنایتونو ته بیا پاملرنه نه‌کېږي.

ملګرو ملتونو د سې شنبې په ورځ راپور ورکړ چې تر نیم زیاتې افغانې مېرمنې د کورنۍ شخړو تجربې لري.

واشنګټن پوسټ لیکي، پر مینې منګل ناوړه برید په کابل کې شوی په هغه ځای کې چې ښځې کار کوي، خبرونه لولي او له وېرې پرته زده‌کړې کوي.

واشنګټن پوسټ لیکي، تر دې پېښې وروسته د ښځو د ټولنو په منځ کې د خطر زنګ د طالبانو د راتګ په اړه غږېدلی چې ترلاسه شوي پرمختګونه به ورسره ډېر ژر له‌منځه ولاړ شي.

XS
SM
MD
LG