- نیویارک ټایمز
نیویارک ټایمز ورځپاڼې د افغانستان د پارلمان په لانجو تمرکز کړی دی.
د ورځپاڼې په لیکنه د تېر کال د اکټوبر پارلماني ټاکنې له ټاکلې مودې درې کاله وروسته ترسره شوې او له بډو او درغلیو سره مخ وې.
په دوام کې راغلي چې منتخب پارلمان خپل یوه جلسه د پنجشنبې په ورځ ترسره کړه او وروسته د رئیس د ټاکلو لپاره لانجې پيل شوې.
په ټاکنو کې سوداګر او پخواني پوځي میر رحمان رحماني ۱۲۳ رأیې وګټلې.
په وړاندې یې د خوست د خلکو استازي کمال ناصر اصولي ۵۵ رأیې خپلې کړې.
د ورځپاڼې په لیکنه وروسته له هغه چې مؤقت رئیس محمد دهقانپور د پارلمان د نوي رئیس په توګه رحماني ګتونکی اعلان کړ، د اصولي پلویانو اعتراض وکړ او اجازهیې ورنهکړه چې رحماني د افغانستان د ولسي جرګې د ریاست په څوکۍ شا ولګوي.
د نیویارک ټایمز په لیکنه د جرګې مؤقت رئیس ښاغلي دهقانپور ویلي چې د ټاکنو په ورځ ۲۴۴ رأیې ثبت شوي، خو د اصولي پلویان وایي چې د شنبې په ورځ د رأی ورکوونکو شمېر ۲۴۷ و او رحماني معیار نهدی پوره کړی.
د افغانستان ولسي جرګې د دوشنبې په ورځ د ریاست پر سر د لانجې د حل لپاره یو پلاوی وټاکه، خو د نیویارک ټایمز په لیکنه د جرګې په تالار کې وضعیت ډېر خرابه و او وکیلان سره لاس او ګرېوان هم شول.
په ټولنیزو شبکو کې هم د دوشنبې ورځې د ګډوډیو وېډیوګانې ښکته پورته کېږدې او ښکارېدل چې یو شمېر افغان سرتېري هم د وکیلانو په لانجو کې ژوبل شوي دي.
- انډېپنډنټ پېرژن
انډېپنډنټ پېرژن بریتانوۍ ورځپاڼې په یوه مقاله کې د افغانستان د ولسي جرګې د ریاست پر سر د لانجې د رامنځته کېدو حقوقي او تخنیکي علتونه بیان کړي.
دې لومړنۍ فارسي ژبې نړیوالې ورځپاڼې لیکلي چې د افغانستان د پارلماني ټاکنو نتایج اووه میاشتې وځنډېدل او بیا اوس د ولسي جرګې د ۱۷مې تقنیني دورې د ریاست پر سر لانجې روانې دي.
د ولسي جرګې د ریاست لپاره لومړی وار څلورو کاندیدانو اکثریت ترلاسه نهکړ او دوهم دور ټاکنو کې دوو مخکښو کاندیدانو میر رحمان رحماني ۱۲۳ او کمال ناصر اصولي ۵۵ رأیې وګټلې.
ورځپاڼه لیکي:
په مجلس کې د ټاکنو په ورځ ۲۴۷ کسان ناست وو، خو په صندوقونو کې ۲۴۴ رأیې لویدلې وې او پاتې درېیو رأیو اصلي لانجه جوړه کړې.
یوه رأیه باطله وه ځکه د کوم چا نوم نهو پرې لیکلی او دوه نورې رأیې له سره نهوې.
د ورځپاڼې په خبره اساسي لانجه قوانینو جوړه کړې ځکه له اساسي قانون رانیولې د ولسي جرګې د دندو تر اصولو پورې ټول په ځینو برخو کې لازم سپیناوی نهلري.
د انډېپنډنټ پېرژن په لیکنه له ستونزو سره سره تېر وخت په ځینو لانجمنو حالاتو کې مخکېنیو قضايي رویو ته مراجعه کېدله، خو د ورځپاڼې په لیکنه مخکې کله هم داسې قضیه نهوه رامنځته شوې.
د میر رحمان رحماني پلویان ټینګار کوي چې هغه د ۲۴۴ رأیو پنځوس جمع یو پوره کړی، خو د کمال ناصر اصولي پلویان پهدې اعتراض لري چې باید معیار د جرګې ۲۴۷ حاضر کسان ومنل شي.
د ورځپاڼې په لیکنه اوس له ناچارۍ باید سترې محکمې ته دا قضیه وروړل شي چې دا په خپله د مجلس حیثیت زیانمنوي او هم به جرګه له روانو لانجو سره مل وي.