نړۍ
راپورونه: د امريکا ايکسون موبيل شرکت په عراق کې خپل کارګران غوښتي
راپورونه وايي، د امريکا د متحدو ايالتونو د تېلو لوى شرکت ايکسون موبيل په عراق کې د تېلو له يوې ساحې خپل امريکايي کارګران بېرته ورغوښتي دي.
د دغه شرکت د شااوخوا ٥٠ کارګرانو د ايستلو خبر په داسې حال کې راځي چې د امريکا او ايران ترمنځ کړکېچ زيات شوى دى.
دغه کړکېچ په سيمه کې د بالقوه پوځي شخړې په اړه اندېښنې ولاړې کړې دي.
د عراق له بصرې څخه ايکسون موبيل شرکت د کارګرانو وتل پرون سهار متحده عرب اماراتو ته د کارکوونکو د الوتکو په الوتنې پيل شول.
د عراق د تېلو د دولتي شرکت يوه مسؤل احسان عبدالجبار چې د تېلو دغه ساحه يې مربوط کېږي، ويلي چې د امريکايي کارګرانو وتل موقتي اقدام دى.
امريکا تېره چهارشنبه په بغداد کې د خپل سفارت او په اربل کې د خپلې قونسلګرۍ غير ضروري کارکوونکي هم وربللي وو.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
اوکراین او روسیې په خپلو قلمرونو کې د بې پیلوټه الوتکو د نسکورولو ادعا کړې
د روسیې دفاع وزارت وایي چې هوایي مدافع سیستم یې نن د روسیې په اتو سیمو کې د اوکراین پنځوس بې پیلوټه الوتکې نسکورې کړي دي.
د بلګورود والي وېچیسلاف ګلادکوف په ټیلګرام کې لیکلي چې د بلګورود په یوه کلي کې دوه تنه د رالوېدلو ټوټو له امله مړه شوې دي.
اوکراین په دې اړه څه نه دي ویلي.
اخوا د اوکراین هوایي ځواکونو نن خبر ورکړ چې روسیي پوځیانو د بلګورود له سیمې او تور سمندرګي څخه اووه توغندي نن د اوکراین په لور ویشتلي دي.
د اوکراین د هوایي ځواک په وینا، دوه روسي توغندي یې شنډ کړي او د روسیې د جاسوسۍ درې بې پيلوټه الوتکې یې هم نسکورې کړي دي.
منځني ختیځ کې د کړکېچ اوج؛ د حماس مشر د ترکیې ولسمشر سره ګوري
د حماس ډلې سیاسي مشر اسماعیل هنیه نن د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره ګوري.
حماس ته اروپایي ټولنه او د امریکا متحد ایالتونه د ترهګرې ډلې په سترګه ګوري.
د هنیه او اردوغان دا لیدنه کتنه په داسې وخت کې کېږي چې په منځني ختیځ کې کړکېچ اوج ته رسېدلی، اسراییل پر ایران برید وکړ او په غزه کې د اسراییلي پوځیانو عملیات روان دي.
اخوا د ایران پر قلمرو له پرونیو حملو وروسته چې ګومان کېږي اسراییلو به کړې وي د ملګرو ملتونو سرمنشي ویلي چې هر راز ځوابي حملې غندي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي په ایران کې پرونیو حملو ته، چې پړه یې د اسراییلو غاړې ته غورځول شوې د اشارې په ترڅ کې ویلي چې هغه وخت رارسېدلی چې په منځني ختیځ کې د غچ اخیستنې خطرناکه لړۍ نوره نو ودرول شي.
انټونیو ګوټېرېش پرون پر خپله ایکس پاڼه ولیکل چې دی د غچ اخیستنې هرراز اقدام غندي.
هغه له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره چې د ده په وینا ښايي په ټوله سیمه او نوره نړۍ کې د ورانوونکو عواقبو باعث شي، له یوبل سره همکاري وکړي.
یو امریکايي وګړی د اوکراین په دونېڅک کې وفات شوی
د راسل بینټلي په نوم یو امریکايي وګړی د اوکراین په دونېڅک سیمه کې چې د روسیې په ولکه کې ده، په حق رسېدلی دی.
د روسیې د آرټيRT دولتي تلوېزیون مشرې مارګاریتا سیمونیان پرون پر ایکس شبکې په یوه بیان کې ولیکل چې بینټلي د روسیې له سپوتنیک خبري شبکې سره همکاري کوله، خو هغې د نوموړي د مړینې د څرنګوالي په اړه څه نه دي ویلي.
د دونېڅک سیمې پولیسو تېره اوونۍ په یوه بیان کې وویل، ۶۴ کلن بینټلي چې ځان یې په اوکراین کې د روسیې تر ملاتړ لاندې ځواکونو پلوي باله او د روسیې دولتي رسنیو د جګړې د خبریال په توګه معرفي کاوه د اپرېل په اتمه لادرکه شوی دی.
د امریکا استازو جرګې له اوکراین، اسراییل او ټایوان سره د ۹۵ میلیارد ډالره مرسته تصویب کړه
د امریکا د استازو جرګې د دواړو ګوندونو په ګډون د یوه بېساري اقدام په ترڅ کې له اوکراین، اسراییلو او ټایوان سره د ۹۵ میلیارد ډالره مرستې لایحه پرون تصویب کړه.
د رایو د اخیستو پرمهال د ډیموکرات ګوند غړو وکیلانو د جرګې له جمهوریپال مشر مایک جانسن سره مرسته وکړه چې د ۹۴ مخالفو رایو پر وړاندې په ۳۱۶ مثبتو رایو په مټ دا لایحه تصویب کړي.
تمه ده چې د مرستو دا بسته به د وروستي تصویب لپاره د مشرانو جرګې یا سنا ته واستول شي.
بلېنکن: واشنګټن په هېڅ تهاجمي عملیاتو کې لاس نه لري
د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن نن ویلي چې واشنګټن په هېڅ تهاجمي عملیاتو کې لاس نه لري.
هغه نن دا څرګندونې، په ایټالیا کې پر ایران د اسراییل د بې پېلوته الوتکو د احتمالي حملې په باب د پوښتنې په ځواب کې وکړې.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د هغې ادعا په اړه چې اسراییل د ایران په وړاندې تر خپل دغه اقدام مخکې واشنګټن ته اطلاع ورکړې وه، له څه ویلو ډډه وکړه.
د ایران ځینو مخکښو قوماندانانو پر اصفهان ښار د نن سهار د هغې حملې چې ویل کېږي، اسراییل کړې، خبرونه رد کړل.
تر دې مخکې د امریکا ځینو رسنیو د دې حملې خبر ورکړ او د ایران یوه جګپوړي چارواکي له رویټرز خبري اژانس په خپرو کې دا حمله په یو ډول تایید کړې وه.
د ایران د پوځ عمومي قوماندان عبدالرحیم موسوي بیا ویلي د نن سهار د چاودنې علت پر یوه مشکوک شي د هوايي مدافع د دستګاه ډزې وې او په پېښه کې کوم زیان نه دی اوښتی.
د نړۍ اوو سترو صنعتي هېوادونو د تهران په وړاندې د تازه بندیزونو خبرداری ورکړ
د نړۍ د اوو لویو سترو صنعتي هېوادونو یا جي اووه ډلې د بهرنیو چارو وزیرانو پر اسراییل د ایران د حملې له کبله، نن د تهران په وړاندې د تازه بندیونو خبرداری ورکړ.
دغو وزیرانو دغه راز له دواړو لوریو غوښتنه کړې چې په سیمه کې د کړکېچ له زیاتولو ډډه وکړي.
دا وروسته له هغې چې نن سهار د ایران پر اصفهان ښار د اسراییل د احتمالي ځوابي حملو خبرونه خپاره شول.
په همدې حال کې اسراییل د سوریې په جنوب کې د سوریې د هوايي ځواک پر یوه قطعه هوايي حملې کړې دي.
د سوریې د سانا خبري اژانس د خبر له مخې، په دې حمله کې مالي زیانونه اوښتي دي.
د پاکستان پولیس: په کراچۍ کې د جاپانیانو پر ګاډي تر ځانمرګي برید وروسته ډزې شوي
د پاکستان پولیس وايي چې د کراچۍ ښار په مانسهره کالونۍ کې د جاپانیانو پر ګاډي تر ځانمرګي برید وروسته ډزې شوي چې په کې د هغوی درې ساتونکي ژوبل شوي دي.
د کراچۍ د پولیسو یوه لوړپوړي چارواکي اظفر مهېسر رسنیو ته وویل چې نن سهار وختي د جاپانیانو پر موټرو یوه موټرسایکل سپور وسلهوال ځانمرګی برید وکړ.
دی وايي، تر دې وروسته وسلهوالو پر ګاډي برید وکړ چې په ځواب کې یې د جاپانیانو شخصي ساتونکو ورباندې ډزې وکړې چې پهکې یو مشکوک وسلهوال ووژل شو.
د مهېسر په خبره، د دواړو خواوو ترمنځ په ډزو کې درې امنیتي ساتونکي ژوبل شوي دي.
د پولیسو په وینا، جاپاني وګړي په مرمۍ ضد ګاډي کې سپاره وو، ځکه له حملې روغ ووتل.
د دې پېښې مسوولیت چا نه دی منلی.
امیري د البانیا له ولسمشر او بهرنیو چارو وزیر سره د افغان ښځو پر ملاتړ خبرې کړي
د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو ځانګړې استازې رینا امیري وايي، د البانیا له ولسمشر او بهرنیو چارو وزیر سره یې د افغان ښځو او نجونو پر ملاتړ خبرې وکړې.
رینا میري نن سهار وختي په خپله ایکس شبکه کې لیکلي، د البانیا له ولسمشر بایرام بګای، دغه راز د اروپا او بهرنیو چارو وزیر ایګلي حسني سره په کتنه کې یې د افغان وګړو د ملاتړ له کبله د البانیا د حکومت د حیاتي همکارۍ مننه وکړه.
مېرمن امیري لیکلي، هغې په ځانګړې ډول د افغان ښځو او نجونو د ملاتړ له کبله د البانیا مننه کړې ده.
البانیا له هغو هېوادونو دی چې د ښځو او نجونو په ګډون په سلګونو افغان پناه غوښتونکي په کې نورو غربي هېوادونو ته د تلو په نیت په لنډمهاله توګه دېره دي او تر اوسه یې برخلیک معلوم نه دی.
اسراییل د سوریې یو پوځي بنسټ ویشتی
د اسراییل په نننیو حملو کې د سوریې په جنوب کې د سوریې یو پوځي بنسټ ویشتل شوی دی.
د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې مشر رامي عبدالرحمن ویلي، د سوریې د سویدا او درعا ولایتونو ترمنځ په دې حمله کې چې ګومان کېږي د اسراییل له خوا شوې، د سوریې د پوځ د رادار تاسیستات په نښه شوي دي.
د سوریې دولتي اژانس سانا د پوځ د اعلامیې په حواله راپور ورکړی چې ویلي یې دي، اسراییل د سوریې په جنوب کې د هوايي مدافع یوه قطعه ویشتلې او مالي زیانونه یې اړولي دي.
زیلینسکي یو وار بیا له لوېدیځو متحدانو د نورو هوايي مدافع دستګاوو غوښتنه وکړه
د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي یو وار بیا د اوکراین له لوېدیځو متحدانو وغوښتل چې کییف ته د هوايي مدافع نورې دستګاوې ورکړي.
دا غوښتنه داسې وخت کېږي چې د روسیې د میزاییلو په نننیو خونړیو حملو کې هم د اوکراین ښارونه او د انرژۍ مهم بنسټونه په نښه شوي دي.
زیلینسکي نن په خپله ایکس شبکه کې لیکلي: "هر هېواد چې اوکراین ته د هوايي مدافع دستګاوې ورکوي او هر رهبر چې زموږ شریکان هڅوي، څو د هوايي مدافع دستګاوې باید په تحویلخانو کې خوندي نه شي بلکې باید په هغو ښارونو کې ځای پر ځای شي چې له ترور سره مخامخ دي، دا د ژوند د خوندي کولو یو ملاتړ دی."
نن سهار وختي د اوکراین پر دنیپرو سیمه د روسیې د میزاییلو په حمله کې لږ تر لږه ۲ کسان ووژل شول او ۱۵ نور ټپیان شول.