د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۲۸ زمری ۱۳۹۸ کابل ۰۴:۲۸

ایا انتخاباتي پایلې شفافې اعلان شوې؟


د نویو بریالیو شویو وکیلانو د لوړې مراسم

د افغانستان د ولسي جرګې د انتخاباتو په اړه د ازادي راډیو «زما رایه زما حق» ځانګړې خپرونو د دې اوونۍ پروګرام مو د کابل ولایت د رایو د وروستیو پایلو څرنګوالي ته ځانګړی کړی دی.

بالاخره له یوه اوږده ځنډ وروسته د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون په دې وتوانېد چې د کابل ولایت د ولسي جرګې وروستۍ پایلې اعلان کړي.

د دغو پایلو په اعلان سره د ولسي جرګې ۲۵۰ غړي بشپړ شول او افغان ولسمشر محمد اشرف غني ملت ته د ولسي جرګې د استازو د بشپړېدو له امله مبارکي وویله.

محمد اشرف غني چې تمه وښوده چې د ملي شورا اوولسمه دوره به بریالۍ دوره وي.

  • ایا دغه پایلې شفافې اعلان شوې؟
  • د انتخاباتو خپلواک کمېسیون به وتوانیږي چې له دې جنجالي پایلو وروسته د جمهوري ریاست انتخاباتو ته له مهال ویش سره سم چمتوالی پرمخ یوسي، دا به په دغه پروګرام چې رحمت الله افغان چمتو کړی د لاندې لېنک په کېکاږلو سره واورو:
    هيله ده انتظار وکړئ

    No media source currently available

    0:00 0:27:50 0:00
    مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG