د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۵ غبرګولی ۱۳۹۸ کابل ۰۹:۴۴

په بغداد کې د امريکا د سفارت خبرداری


د عراق بیرغونه

په بغداد کې د امريکا سفارت وايي، د امريکا د بهرنيو چارو وزارت امر کړى چې د حکومت غير ضروري کارکوونکي دې له عراقه ووځي.

دا امر په‌داسې حال کې کېږي چې د تهران او واشنګټن ترمنځ کړکېچ زيات شوى دى.

د امريکا سفارت نن په يوه اعلاميه کې وويل، دغه امر هم د سفارت او هم د کُردستان د کور واکې سيمې په مرکز اربيل ښار کې د قونسلګرۍ پر کارکوونکو د تطبيق وړ دى.

په‌دغو دواړو دفترونو کې د ويزو خدمات د لنډې مودې لپاره ځنډول شوي دي.

په اعلاميه کې ويل شوي، د امريکا حکومت په عراق کې امريکايي اتباعو ته د عاجلو خدماتو برابرولو ظرفيتونه محدود کړي دي.

په بغداد کې د امريکا سفارت تېره يکشنبه امريکايي اتباعو ته سپارښتنه کړې وه چې په عراق کې دې سفرونه نه کوي، علت يې په‌دغه هېواد کې د کړکېچ زياتېدل ياد شوي وو، خو د دغه خطر د څرنګوالي په اړه يې نور جزئيات نه وو ورکړي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پاپميو تېره اوونۍ بغداد ته ناڅاپي سفر وکړ، هلته يې له عراقي چارواکو سره يې پر هغه څه د امريکا پر اندېښنه خبرې وکړې چې د ايرانيانو د فعاليت زياتېدل ښوول شوي دي.

XS
SM
MD
LG