د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۳۱ چنګاښ ۱۳۹۸ کابل ۰۱:۲۵

حمیرا حقمل: د سیاست ترڅنګ ټولنیزو او اقتصادي برخو کې هم فعالیت لرم


حمیرا حقمل ازادي رآډیو سره په یوه مرکه کې

دا اوونۍ د مخکښو ښځو په خپرونه کې له یوې افغانې تکړه مېرمنې حمیرا حقمل سره غږیدلي یو. هغه په افغانستان کې له ولسواکۍ نه د افغان مېرمنو د ملاټړ بنسټ اجرائیوي مشره ده.

نوموړې تردې مخکې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون مرستیاله، د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو استاده، په میدان وردک ولایت کې د سولې عالي شورا غړې او د ښځو چارو رئیسه پاتې شوې.

اغلې حقمل د سیاسي علومو په برخه کې ماسټري کړې ده او کلونه یې د افغان ښځو او ځوانانو لپاره کار کړی دی.

دغه خپرونه د ازادي راډيو خبریاله فرشته غني چمتو کوي چې د لاندې لېنک په کېکاږلو یې اورېدای شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:26:42 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG