نیویارک ټایمز:
نیویارک ټایمز ورځپاڼې په کابل کې په یوې غیر دولتي امریکایي موسسې د طالبانو د چهارشنبې د ورځې د حملې په اړه مقاله لیکلې ده.
ورځپاڼې په کابل کې د کاونټر پارت په مرستندویې ټولنې د طالبانو له خوا برید له امریکا سره د دې ډلې د سولې خبرو ته یوه ضربه بللې ده.
طالبانو داسې وخت په کابل کې پر یوې امریکايي موسسې د برید مسؤلیت ومانه چې د دې ډلې سیاسي غړي د قطر په پلازمېنه دوحه کې د امریکا له مرکچي پلاوي سره د افغانستان د سولې په تړاو خبرې کوي.
نیویارک ټایمز ورځپاڼې د یوه پخواني افغان پوځي جنرال عتیق الله امرخېل په حواله لیکلي چې طالبانو د دې حملې په ترسره کولو سره وښوده چې په سولې باور نه لري او امریکایانو ته یې هم پیغام ورکړ چې طالبان د افغان جګړې ګټونکي دي.
طالبانو د کابل په شهرنو سیمه کې د چهارشنبې د برید مسؤلیت په غاړه اخیستی.
نیویارک ټایمز لیکلي، د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد کاونټر پارت موسسه تورنه کړې چې په افغانستان کې یې د ده په خبره، د لوېدیځ تخریبي فعالیتونه مخته وړل.
کاونټر پارت له څه باندې ۱۴ کلونو په افغانستان کې د سولې، د ځوانانو د مشارکت د پراختیا او د ښځو پرمختیايي چارې مخته وړي.
دې ادارې په یوه بیان کې لیکلي چې په کابل کې یې پر دفتر باندې حملې خواشینې کړې.
نیویارک ټایمز وړاندې لیکلي چې د طالبانو د برید په نتیجه کې د وژل شویو په منځ کې د پاملرنې موسسې دری غړي شامل دي.
ورځپاڼې لیکلي چې د پاملرنې دفتر د کاونټر پارت د دفتر تر څنګ دی.
د کاونټر پارت کارکوونکي د افغان پوځیانو له خوا ژغورل شوي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ وویل چې د چهارشنبې د برید د وژل شویو شمېر نهو ته لوړ شوی او شل تنه ملکیان ټپیان دي.
پنځو بریدګرو په کاونټر پارت موسسې د چهارشنبې له غرمې برید پیل کړ او تر شپږو ساعتونو یې له افغان پوځیانو سره جګړه کوله.
ګارډین:
ګارډین ورځپاڼې د هغه افغان ماشوم په اړه مقاله لیکلې چې خپلې پلاستیکي پښې ته خوښ دی او ګډېږي.
پنځه کلن سیدالرحمن یوازې د اتو میاشتو و چې په لوګر ولایت کې د طالبانو او افغان پوځیانو په یوه جنګ کې په مرمۍ ولګېد او یوه پښه یې پرې شوه.
ګارډین ورځپاڼه لیکي، دا یو له هغو لسګونه زره افغان ماشومانو دی چې په جنګ کې یې د بدن غړي پرې شوي.
وړاندې راغلي چې د پلاستیکي پښې د ترلاسه کولو لپاره له ډېرې خوشالۍ د دغه وړوکي هلک د ګډېدا ویډیوګانو خلک زیات خوشاله کړي دي.
د سیدالرحمن د خوشالۍ د ګډا اوله ویډیو د سره صلیب د کمېټې یوې فیزیوتراپیستې اخیستې او خپره کړې یې وه.
د ازادي راډیو په فېسبوک پاڼو کې هم د سیدالرحمن ویډیو په لومړیو دوو ورځو کې نږدې څلور لکه کسانو لیدلې.
ګارډین ورځپاڼه لیکي، څه باندې یو میلیون افغانان بېلابېل معلولیت لري.
د ورځپاڼې په لیکنه، ګڼ دا افغانان په څلورو لسیزو جګړو کې له ټپي کېدو وروسته معلول شوي دي.