په ارزګان کې د فوټبال فدارسیون مسؤلین وايي، دغه سیالۍ ۲۰ ورځنۍ دي او ۱۶ لوبډولو پهکې برخه اخېستې.
دوی وايي، هدفيې د ځوانانو ترمنځ یووالی او په افغانستان کې د جګړې ښکېلو خوا ته پیغام ورکول دي چې د روژې په میاشت کې اوربند او سوله وکړي.
دغه لوبو ته ورغلي نندارچیان هم زیات خوښ دي او پر ښکېلو د سولې اوربند غږ وکړ.
د ازادي راډيو خبریال شریفالله شرافت هم د شپې پر ۱۲ بجې دغه لوبو ته ورغلی او دغه راپور يې پرې چمتو کړی دی چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ: