د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۵ غبرګولی ۱۳۹۸ کابل ۱۰:۳۲

د انتخاباتو کمېسیون: د جمهوري ریاست انتخاباتي مهالوېش بشپړ شوی


ارشیف، په جوزجان کې یو معلول خپله رأیه کاروي, 20 October 2018

د افغانستان د جمهوري ریاست راتلونکو انتخاباتو په اړه د ازادي راډیو «زما رأیه، زما حق» ځانګړې خپرونې د دې اوونۍ پروګرام مو یادو انتخاباتو ته د وروستیو چمتووالي څرنګوالي ته ځانګړی کړی.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي چې د جمهوري ریاست انتخاباتو مهالوېش بشپړ شوی او کارونه‌یې له زماني جدول سره سم پر مخ ځي.

دغه کمېسیون یاد انتخاباتو ته د بېلابېلو چمتووالي خبره داسې مهال کوي چې لا هم د دغه کمېسیون ۱۵ ولایتي دفترونه رئیسان نه‌لري.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون چارواکي وايي چې ډېر ژر به دغو دفترونو ته نوي رئیسان وټاکل شي.

دغه پروګرام رحمت‌الله افغان چمتو کړی چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره‌یې اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:27:02 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG