دا اوونۍ د مخکښې ښځې په خپرونه کې د افغانستان د پارلمان غړې او د پوهنتون استادې ثریا اکبري سره غږېدلي یو.
هغه په فارمسي او شرعیاتو کې دوه لېسانسه لري او اوس د ماسترۍ په زدهکړو بوخته ده، تر څنګیې په یو شمېر خصوصي پوهنتونونو کې د استادې په توګه دنده ترسره کوي.
نوموړې وتوانېده، د ۱۳۹۷ کال پارلماني ټاکنو ته له پکتیکا ولایت څخه ځان نومانده کړي چې بریالۍ هم شوه.
خو د پکتیکا ولایت اوسېدونکې بیا وایي، تر اوسه پورې پهدې ولایت کې ښځينه متخصصې ډاکترانې نهشته، ښځینه معلمینې تدریس کولو ته نهحاضریږي او لا هم هغه ښځې چې د تاوتریخوالي قرباني دي د قومي مشرانو په کورونو او د ښځو چارو په ریاست کې شپې او ورځې تېروي.
دا چې اغلې اکبري به وتوانېږي د دغو ښځو غږ پورته کړي؟ او تر مرکزي ادارو یې ورسوي؟
په همدې اړه د ازادي راډیو خبریاله فرشته غني ورسره غږېدلې ده چې دا خپرونه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ: