د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۱ تله ۱۳۹۸ کابل ۰۳:۴۴

افغان ولسمشر د پاکستان له صدراعظم سره ټیلیفوني خبرې وکړې


ارشیف، افغان ولسمشر محمد اشرف غني

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره د سولې پروسې او نورو موضوعاتو په اړه خبرې وکړې.

د جمهوري رياست وياند هارون خچانسوري نن رسنيو ته په يوه ويډيويي پيغام کې وويل، دغه ټيليفوني مکالمه نن شوې ده.

ده زیاته کړه:

"عمران خان د افغانستان د سولې له پروسې بشپړ ملاتړ اعلان کړ او د افغانستان د ولسمشر د اقتصاد محوره او منطقوي اتصال د برنامو هرکلى یې وکړ او ويې ويل چې د پاکستان حکومت همنظره برنامې لري."

ښاغلى خچانسوري وايي، عمران خان په دې مکالمه کې ولسمشر غني ته بلنه ورکړه چې پاکستان ته سفر وکړي.

د دې سفر د نېټې په اړه څه نه دي ويل شوي.

جمهوري رياست وايي، ولسمشر غني د دې سفر بلنه منلې او د دواړو هېوادونو ډيپلوماتيک مراجع به د دې سفر نېټه وټاکي.

XS
SM
MD
LG