د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۹
د بغلان د ننني برید د ځای د نن ورځې یو انځور
د بغلان د ننني برید د ځای د نن ورځې یو انځور

روغتیایي مسؤلین: د بغلان په پرونۍ پېښه کې ۲۰ تنه وژل شوي او ۶۶ ټپیان دي

د افغانستان د کورنیو چاور وزارت وايي، د بغلان پر امنیې قوماندانۍ ډله ییزه حمله د اتو حمله کوونکو په وژل کېدو ...

راپورونه وايي ځينو وسلوالو د بغلان د امنيې قوماندانۍ پر ودانۍ ډله ييزه حمله کړې ده.

د ولايتي شورا يوه غړي بسم الله عطاش نن ازادۍ راډيو ته وويل، يوه ځانمرګي بريدکوونکي امنيې قوماندانۍ ته څېرمه ځانمرګى بريد کړى دى.

د ښاغلي عطاش په خبره درېيو نورو حمله کوونکو، چې د قوماندانۍ انګړ ته دننه شوي، جګړه پيل کړې ده.

راپورونه وايي په امنيه قوماندانۍ کې دويمه چاودنه هم شوې ده.

د بغلان د روغتیا رياست مرستیال ازادي راډيو ته وویل چې د دغې پېښې له ځایه روغتون تر دې دمه ۱۲ ټپیان انتقال شوي دي.

ذبيح الله مجاهد چې ځان د وسله والو طالبانو وياند معرفي کوي، د حملې مسؤليت منلى دى.

په بغلان ولایت کې پر امنیې قوماندانۍ د طالبانو د پروني برید د مرګ ژوبلو شمېر زیات شوی دی.

د بغلان د عامې روغتیا ریاست مرستیال عبدالعلیم غفاري بېګاه ناوخته له ازادي راډيو سره د وژل شویو او ټپیانو شمېرې شریکې کړې او زیاته یې کړه:

"د پېښې تر پایه ۶۶ ټپيان زموږ روغتیايي مرکزونو ته راوړل شوي وو، شل کسان هم شهیدان شوي، شهیدان اکثر مطلق پوځیان دي، له ټپیانو بیا شل تنه ملکیان دي چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي، د ټپيانو له ډلې د ۱۴ کسانو وضعیت نازک دی."

د بغلان پر امنیې قومندانۍ پرون غرمه وسله والو طالبانو ډله ییز برید پیل کړ او تر ماښام یې دوام درلود.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت تأیید کړه چې برید د ټولو اته واړو بریدګرو په وژلو پای ته رسېدلی.

د کورنیو چارو وزارت په خپله اعلامیه کې ویلي وو چې ۱۳ پولیس وژل شوي، ۳۵ پولیس او ۲۰ تنه ملکیان هم ټپیان دي.

افغان ولسمشر اشرف غني دا برید غندلی او ویلي یې دي چې افغان پوځیان په ټول توان د هغو په وړاندې چې په بېګناه خلکو بریدونه کوي، جنګېږي.

ارګ ماڼۍ په دې اړه پرون ناوخته اعلامیه خپره کړه.

وسله والو طالبانو بیا ادعا کړې چې په شپږنیم ساعته جګړه کې یې تر اتیاو زیات افغان پوځيان وژلي او لسګونه وسایط یې له منځه وړي.

د افغانستان د کورنیو چاور وزارت وايي، د بغلان پر امنیې قوماندانۍ ډله ییزه حمله د اتو حمله کوونکو په وژل کېدو پاې ته ورسېده.

د دې وزارت ویاند نصرت رحیمي په دې اړه په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې په دې پېښه کې ۱۳ ملي پولیس وژل شوي او ۳۵ نور ټپيان شوي دي.

نوموړي همدا شان ویلي چې په پېښه کې ۲۰ ملکیان هم ټپیان شوي دي.

په سیمه کې د ازادي راډيو خبریال د ولایتي روغتون د ډاکترانو په حواله وايي چې د پېښې له سیمې ۵۷ ټپيان روغتونونو ته انتقال شوي دي.

ښاغلي رحیمي دا هم ویلي دي چې حمله نن نږدې دولس بجې د یو موټربم په وسیله پیل شوه او وروسته نور حمله کوونکي د قوماندانۍ انګړ ته دننه شول.

وسله والو طالبانو د دې حملې مسؤلیت منلی او زیات شمېر حکومتي عسکرو ته يې د مرګ ژوبلې د اړولو ادعا کړې ده.

روغتيايي سرچينې وايي، د بغلان د امنيې قوماندانۍ پر ودانۍ د وسله والو په ډله ييزه حمله کې ٨ کسان وژل شوي او ٥٥ کسان ټپيان شوي دي.

امنيتي چارواکو ويلي چې پر دې قوماندانۍ ٧ کسانو حمله کړې وه چې ٥ تنه يې وژل شوي او ٢ کسان يې لا هم مقاومت کوي.

د بغلان د مرکزي روغتون يوه ډاکټر خليل نرمګوى ازادي راډيو ته وويل، لسګونه ټپيان وروړل شوي دي.

ده زیاته کړه:

"د شهيدانو شمېر ٨ او د ټپيانو شمېر ٥٥ کسانو ته رسېدلى دى."

د ٢١٧ پامير قول اردو د درېيمې لوا قوماندان عباس توکلي ازادي راډيو ته وويل، حمله کوونکي ٧ کسان وو چې ٢ يې ځانمرګي بريدونه کړي، ٣ تنه يې د امنيتي ځواکونو له خوا وژل شوي او دوو نورو په ودانۍ کې دننه څلور کسان يرغمل کړي دي.

ذبيح الله مجاهد چې ځان د وسله والو طالبانو وياند معرفي کوي، د حملې مسؤليت یې منلى دى.

راپورونه وايي چې ځينو وسله والو د بغلان د امنيې قوماندانۍ پر ودانۍ ډله ييزه حمله کړې ده.

د ٢١٧ پامير قول اردو د درېيمې لوا قوماندان عباس توکلي ازادي راډيو ته وويل، حمله کوونکي ٧ کسان وو.

ده زیاته کړه:

"دښمن ٧ کسان وو چې دوو کسانو ځانمرګي بريدونه کړي، ٣ کسان يې د امنيتي ځواکونو له خوا وژل شوي، ٢ کسانو يې د امنيې قوماندانۍ په سالون کې ٤ کسان يرغمل کړي، موږ په تاکتيکي ډول مخ ته ځو چې يرغمل شويو ته زيان ونه رسېږي."

د بغلان د ولايتي شورا يوه غړي اسدالله شهباز وايي، تر اوسه پورې ٢٠ تنه ټپيان روغتون ته انتقال شوي دي.

خو يوې روغتيايي سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډيو ته ويلي چې روغتون ته څلوېښت تنه ټپيان او ٣ مړي وروړل شوي چې ملکيان هم په کې شامل دي.

ذبيح الله مجاهد چې ځان د وسله والو طالبانو وياند معرفي کوي، د حملې مسؤليت منلى دى.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG