نړۍ
د اوکراين ولسمشر: د کيف او مسکو اړيکې د «ورورولۍ» نه دي
د اوکراين نوي ټاکل شوي ولسمشر ويلي، د کيف او مسکو ترمنځ اوسنۍ اړيکې د «ورورولۍ» اړيکې نهشي بلل کېداى.
ولودیمیر زلنسکي ويلي، دواړه هېوادونه له ګډ سرحد هاخوا په خپلو کې لږ مشترکات لري.
زلنسکي پرون په خپل فېسبوک پاڼه کې د روسيې د ولسمشر ولادیمير پوتين پر وروستيو څرګندونو عکس العمل ښوولى دى.
ښاغلي پوتين ويلي و چې د روسيې او اوکراين وګړي په خپلو کې ډېر مشترکات لري.
ولسمشر پوتين په وروستيو کې يو فرمان لاسليک کړى چې له مخې يې د اوکراين وګړو ته د روسي تابعيت ورکولو چارې اسانه کېږي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
ټرمپ وايي په پاکستان کې له ایران سره خبرې ممکن په دوو ورځو کې بیا پیل شي
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سه شنبې په ورځ ویلي چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره له ایران سره خبرې ممکن په راتلونکو دوو ورځو کې په پاکستان کې بیا پیل شي.
ټرمپ وویل: "تاسو باید هلته پاتې شئ، ځکه چې په راتلونکو دوو ورځو کې یو څه پیښ کیدی شي او موږ ډیر لیواله یو چې هلته لاړ شو."
هغه زیاته کړه چې د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر په خبرو اترو کې "ښه کار" کوي.
ولسمشر وویل: "هغه ډېر ښه دی او له همدې دا احتمال چې موږ بیا هلته لاړ شو ډېر دی.»
مخکې له دې، ځینو راپورونو کې راغلي دا خبرې چې لومړی پړاو یې شنبه په اسلام اباد کې بې نتیجې پای ته ورسېد ممکن دویم دور یې پنجشنبه پیل شي.
په لبنان کې د جګړې د ختمیدو لپاره نن په واشنګتن کې غونډه جوړیږي
ټاکل شوې ده چې د لبنان او اسراییل استازي نن په واشنګتن کې سره وګوري.
دوی به د امریکا په منځګړیتوب په لبنان کې د جګړې د پای ته رسیدو پر لارو چارو وغږیږي.
د حزب اله مشر نعیم قاسم د دې خبرو تر پیلیدو مخکې د هغو د لغوه کیدو غوښتنه کړې ده او دا خبرې یې بې ګټې بللې دي. نعیم قاسم زیاته کړه چې داسې پریکړې په لبنان کې کورنۍ اجماع ته ضرورت لري.
حزب اله په لبنان کې د ایران نیابتي ډله له اسراییل سره جګړه کوي او دا ډله د امریکا له لورې د ترهګریز سازمان په توګه پیژندل کیږي.
د لبنان صدراعظم نواف سلام روانه اونۍ وویل چې د حزب اله د فشار له امله یې د امریکا سفر ځنډولی دی.
د لبنان لومړي وزیر نواف سلام د مارچ په ۱۲مه اعلان وکړ چې هغه د حزب الله د فشار له امله امریکا ته خپل سفر لغوه کړی دی.
په ننۍ غونډه کې به په واشنګتن کې د لبنان او اسراییل سفیران سره خبرې وکړي او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو به د دې خبرو منځګړیتوب وکړي.
چین د امریکا له لورې د ایران د بندرونو بندول خطرناک وبلل
د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د امریکا د سمندري ځواکونو له لورې د ایران د بندرونو بندول خطرناک او غیر مسوولانه وبلل.
ګویو جیاقون نن( د اپریل ۱۴ مه) وویل، دا کړنلاره به د تاوتریخوالي د زیاتیدو سبب شي، د اوربند نازک تړون به کمزوری کړي او د هرمز تنګي له لارې به د بیړیو تګ راتګ نور هم له خطر سره مخامخ کړي.
ایران ځینو کشتیو ته اجازه ورکوي چې د هرمز له تنګي تیرې شي. د دې په غبرګون کې د امریکا پوځ د دوشنبې له ماسپښین راهیسې د ایران د سمندري بندرونو او بیړیو محاصره پيل کړه.
په دې ترڅ کې د وال ستریت جورنال ورځپاڼې راپور ورکړ چې سعودي عربستان هڅې پيل کړې دي چې د هرمز تنګي محاصره ختمه شي او بیرته د واشنګتن او ایران ترمنځ د سولې خبرې پيل شي.
ګوتېرش: د ایران او امریکا خبرې دې بیرته پيل شي
د ملګرو ملتو سرمنشي له واشنګتن او تهرانه وغوښتل چې د سولې خبرې بیرته پيل کړي.
انتونیو ګوتېرش په ایکسپاڼه کې د دوشنبې په ورځ په یوه بیان کې له دواړو لوریو دا هم غوښتې دي چې اوربند رعایت کړي او د هرمز په تنګي کې دې د بیړیو د تګ راتګ په برخه کې د نړیوالو حقونو درناوی وکړي.
د ملګرو ملتو د سرمنشي دا څرګندونې وروسته تر دې خپرې شوې دي چې د اونۍ په پيل کې د پاکستان په پلازمینه اسلام اباد کې د امریکا او ایران تر منځ د سولې خبرې بې نتیجې پای ته ورسیدې.
تر دې خبرو یوه ورځ وروسته امریکا په فارس خلیج کې د ایران د ټولو بندرونو لارې بندې کړې.
واشنګتن ویلي دي چې تهران ته یې ټولې سرې کرښې روښانه کړې دي، اوس توپ د اسلامي جمهوریت په ډګر کې دی چې یوې موافقې ته ورسیږي.
پاپ لیو افریقا ته خپل سفر له الجزایزه پیل کړ
څورلسم پاپ لیو نن دوشنبه ( د حمل ۲۴مه) افریقا ته د خپل ۱۱ ورځني سفر په موخه الجزایر ته روان شو.
فرانس پریس لیکلي، هغه د کاتولیکانو لومړنی مذهبي مشر دی چې د الجزایر مسلمان هېواد ته سفر کوي.
د الجزایر یو ستر مسیحي مشر ژان پاول ویسکو ویلي چې پاپ لیو هڅه کوي چې " د نړۍ د مسلمانانو او مسیحیانو ترمنځ د پلونو" په جوړونه کې مرسته.
څو ساعته مخکې تر دې چې لیو له روم څخه وخوځیږي، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د لیو پر هغو غوښتنو نیوکه وکړه چې ویلې یې و، ایران کې دې تاوتریخوالی پای ته ورسیږي.
ټرمپ خبریالانو ته وویل: " زه د پاپ لیو لوی پلوی نه یم."
ټرمپ پر پاپ لیو تور پورې کړ چې له هغو هېوادونو سره لوبې کوي چې اټومي وسلې جوړوي.
پیټر ماجیار د هنګري نوی صدر اعظم شو
د هنګري د اپوزیسیون مشر پیټر ماجیار د پخواني صدراعظم ویکتور اوربان په وړاندې ټاکنو کې تاریخي بریا ترلاسه کړه.
اوربان چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ نژدې متحد و تیره شپه وویل "د ټاکنو پایلې لا وروستۍ نه دي، خو وضعیت ورته د پوهیدو وړ او روښانه دی."
د هنګري د ټاکنو د کمېټې په وینا، نژدې ټولې رایې شمېرل شوي او د ماجیار بریا یقیني ده.
ماجیار په بوداپست کې خپلو پلویانو ته ویلي وینا کړې او ویلې یې دي چې لومړنی بهرنی سفر به یې وارسا ته وي.
استرالیا کې د لومړي ځل لپاره یوه ښځه د لوی درستیزې په توګه ټاکل کیږي
استرالیا نن دوشنبه ( د حمل ۲۴مه) اعلان وکړ چې د دغه هېواد په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د پوځ مشري یوې ښځې ته سپارل کیږي.
رويټرز لیکلي چې دغه پریکړه د استرالیا د دفاعي ځواکونو په لیکو کې د بدلونونو یوه برخه ده.
د استرالیا صدر اعظم انتوني البانیزي ویلي چې سوزان کویل به په جولای میاشت کې د لوی درستیزې په توګه خپله دنده پيل کړي.
پنځه پنځوس کلنه کویل په ۱۹۸۷ کال کې پوځ سره یوځای شوې. هغې د افغانستان په ګډون په څو هېوادونو کې دنده ترسره کړې.
دا ګمارنه داسې مهال کیږي چې د استرالیا پوځ هڅه کوي خپلو لیکو کې د ښځینه افسرانو شمېر ډېر کړي.
دا مهال د استرالیا د دفاعي ځواکونو شاوخوا ۲۱ سلنه غړي ښځې دي.
امریکا سر له نن څخه د هغو بیړیو محاصره پيلوي چې د ایران بندرونو ته تګ راتګ کوي
د امریکا پوځ اعلان کړی چې د دوشنبې له ورځې به د هغو ټولو بېړیو سمندري محاصره پیل کړي چې د ایران بندرونو ته روانې دي یا له هغو څخه وځي.
د امریکا د مرکزي قوماندانۍ (سینټکام) عمومي قوماندانۍ په ټولنیزو رسنیو کې په یوه اعلامیه کې لیکلي: «دا محاصره به پرته له کوم توپیر څخه د ټولو هېوادونو پر بېړیو تطبیق شي چې د ایران بندرونو او ساحلي سیمو ته ننوځي یا ترې وځي؛ دا به د فارس خلیج او د عمان سمندر ټول ایراني بندرونه تر پوښښ لاندې راولي. د سینټکام ځواکونه به د هغو بېړیو د تګ راتګ ازادي محدوده نه کړي چې د هرمز له تنګي څخه د غیر ایراني بندرونو پر لور تېرېږي یا بېرته راګرځي.»
سینټکام همدارنګه زیاته کړه چې د محاصرې له پیل مخکې به نور تکمیلي معلومات د یوې رسمي خبرتیا له لارې سوداګریزو سمندري کارکوونکو ته ورکړل شي.
د امریکا د سمندري محاصرې د پیل نېټې ته په نژدې کېدو، ځینو تیل وړونکو بېړیو خپل مسیر بدل کړی یا له هرمز تنګي څخه لرې شوې دي.
دا وروسته له هغې ده چې د امریکا او ایران ترمنځ خبرې اترې د پاکستان په پلازمېنه اسلاماباد کې بې پایلې پای ته ورسېدې، او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان وکړ چې امریکايي ځواکونه به د هرمز تنګی محاصره کړي.
مشهوره هندۍ سندرغاړې آشا بهوسلي د ۹۲ کلونو په عمر مړه شوه
مشهوره هندۍ سندرغاړې آشا بهوسلي د ۹۲ کلونو په عمر مړه شوه.
د آشا زوی آنند بهوسلي د یکشنبې په ورځ رسنیو ته تایید کړه چې مور یې وفات شوې.
آشا بهوسلي له ۱۹۴۳ کاله کله چې یواځې نهه کلنه وه سندرې پيل کړې وې.
هغې په اتو لسیزو فعالیت سره څه باندې ۱۲زره سندرې ثبت کړې او اکثر خلک په تېره د بالیوود سینما مینه وال یې له غږ سره اشنا دي.
د آشا بهوسلي مشره خوره لتا منګیشکر د هند تر ټولو نامتو سندرغاړې وه.
ټرمپ؛ له همدې شیبې د هرمز تنګی محاصره کوو
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په اسلام اباد کې له ایراني پلاوي سره تر ناکامو مذاکراتو وروسته خبرداری ورکړی چې د هرمز تنګی محاصره کوو.
هغه نن پر خپلې سوشل پاڼې ټروت کې لیکي،" له همدې شیبې د امریکا سمندري ځواکونه په هرمز تنګي کې د کښتو هر ډول تګ راتګ محاصره کوي".
د ټرمپ په ټکو،"په مذاکراتو کې مهمه موضوع د ایران اټومي پروګرام و، چې هوکړه پرې ونه شوه".
هغه وړاندې وویل، د امریکا سمندري ځواکونو ته امر شوی چې "په نړیوالو اوبو کې هر هغه کښتۍ وپیژني او ودروي چې ایران ته مالیه ورکوي".
ولسمشر ټرمپ ژمنه وکړه چې په هرمز تنګي کې د ایران له خوا کرل شوي ماینونه به له منځه یوسي او په ټکو يې،" هر ایرانۍ چې پر موږ یا بلې ملکي کښتو ډزې وکړي له منځه به یوړل شي".
پاکستان پرون شنبې د ایران او امریکا ترمنځ د مذاکراتو کوربه و چې نن سهار بې پایلې پایته ورسیدې.