د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ لیندۍ ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۵۴

واشنګټن پُسټ: طالبانو او امریکا په قطر کې د خبرو نوی دور پیل کړ


ارشیف، په قطر کې له طالب استازو سره د سولې غونډه. February 26, 2019
ارشیف، په قطر کې له طالب استازو سره د سولې غونډه. February 26, 2019
  • واشنګټن پُسټ

طالبانو او متحده ایالاتونو په قطر کې د خبرو نوی دور پیل کړ،دا د واشنګټن پُسټ ورځپاڼې د یوې مقالې عنوان دی.

په مقاله کې د سولې د خبرو جزئیات راغلي او د افغان چارواکو په حواله لیکل شوي چې د افغانستان ولسمشر اشرف غني د سولې له خبرو په لېرې پاتې کېدو ناراحته دی.

د ورځپاڼې په لیکنه مهمې موافقې د ترلاسه کېدو په حال کې دي.

واشنګټن پُسټ لیکي چې د سولې خبرې د سختو انتخاباتي مبارزو تر منځ ترسره کېږي.

ورځپاڼې لیکلي، د ولسمشر غني ځینې سیالان وړاندیز کوي چې یو مؤقت حکومت جوړ شي او دی بیا په انتخاباتو ټینګار کوي.

دا انتخابات چې څو واره ځنډول شوي په سېپټمبر میاشت کې ترسره کېږي.

ورځپاڼې افغان سولې ته د زلمي خلیل‌زاد هیله مندي ته هم اشاره کړې ده.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا خاص استازي د خپل ماموریت په پیل کې هیله ښودلې وه چې تر انتخاباتو مخکې د سولې موافقه وشي.

ده تازه بیا په یوه ټلویزیوني بحث کې ویلي چې تر انتخاباتو مخکې د سولې له تړونه ډېر ډاډه نه‌دی نو ځکه ښه ده چې انتخاباتو ته هم چمتووالی ونیول شي.

  • وال سټریټ ژورنال

وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې په یوه مقاله کې د افغانستان د سولې په روانو خبرو تمرکز کړی.

دا مقاله د ناوال په نوم د امریکا د سمندري پوځیانو د یوه پوهنتون دوو استادانو لیکلې ده.

د وال سټریټ ژورنال پهدې مقاله کې راغلي چې متحده ایالاتونه اوس وخت په افغانستان کې بریا ته د یوه امکان په سترګه نه ګوري.

د مطلب لیکوالانو ویلي چې امریکا متحده ایالاتونو ۱۸ کاله مخکې د طالبانو د له منځه وړلو هوډ کړی و خو اوس په مستقیمه توګه له دې ډلې سره د سولې خبرې کوي.

له طالبانو سره د سولې خبرې داسې وخت روانې دي چې دې ډلې خپل پسرلنی جنګ هم پیل کړی دی.

په وال سټریټ ژورنال کې د خپرې شوې مقالې په دوام کې راغلي چې د متحده ایالاتونو له ملاتړ برخمن افغان حکومت له طالبانو سره له خبرو ایستل شوی ځکه د وال سټریټ ژونال په لیکنه طالبان دا غواړي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا خاص استازی زلمی خلیل‌زاد د قطر په پلازمینه دوحه کې له طالبانو سره خبرې کوي.

ده په وار- وار ټینګار کړی چې طالبان باید په مستقیمه توګه له افغان حکومت سره خبرې وکړي او څو چې له افغان حکومت سره خبرې او اوربند ټینګ نه شي په هیڅ شي موافقه نه کیږي.

صفي‌الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG