د افغانستان د ولسي جرګې د انتخاباتو په اړه د ازادي راډیو «زما رأیه، زما حق» ځانګړې خپرونې د دې اوونۍ پروګرام د کابل ولایت د رأیو پایلو ته ځانګړی شوی دی.
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د سېکهانو او کوچیانو د حوزو په ګډون د ۳۲ ولایتونو وروستۍ پایلې اعلان کړې، خو لاهم د کابل ولایت د ولسي جرګې د انتخاباتو وروستۍ پایلې نهدي اعلان شوې.
د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون وايي چې د کابل ولایت په انتخاباتو کې زیاتې درغلۍ شوي، که څه هم د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د دغو انتخاباتو لومړني نتایج اعلان کړي، خو کمېسیون وايي چې پهدغو پایلو زیات اعتراضونه ورسره ثبت شوي دي.
یو شمېر معترضو کاندیدانو د دغو انتخاباتو د پایلو د باطلېدو غوښتنه کړې، خو یو شمېر نور بیا وايي چې باید دغه د انتخاباتو وروستۍ پایلې ژر اعلان شي.
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون تازه اعلان کړی چې د دغو انتخاباتو لومړي «ریزلټ شیټونو» ته به بېرته مراجعه کېږي.
دا چې؛
- ولې د کابل ولایت د انتخاباتو وروستۍ پایلې وځنډېدې؟
- ستونزه پهکې څه وه؟
- دغه پایلې به کله اعلان شي؟
دا هر څه په همدې بحث کې رانغاړل شي چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سرهیې اورېدلی شئ:
دا پروګرام رحمت الله افغان چمتو کړی دی.