د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۳۱ وږی ۱۳۹۸ کابل ۱۲:۱۸

په سریلانکا کې د وروستیو حملو د مشکوک طراح پلار او ۲ وروڼه وژل شوي


د سریلانکا د پولیسو یو انځور

په سريلانکا کې د وروستيو وژونکو ځانمرګو بريدونو د مشکوک طراح ظهران هاشم پلار او دوه وروڼه د پوليسو په چاپه کې وژل شوي دي.

دا خبره د سريلانکا امنيتي سرچينو او د مشکوکو کسانو خپلوانو نن رسنيو ته وکړه.

دغه سرچينې وايي، د سريلانکا په ختيځ کې دوه ورځې مخکې د ظهران هاشم ورورڼه زيني هاشم، ريلوان هاشم او د هغوى پلار محمد هاشم له ١٣ نورو کسانو سره پر يوه کور د چاپې او وروسته د سختې جګړې پر مهال وژل شوي دي.

دغه درې وژل شوي کسان په يوه ويډيو کې چې په ټولنيزو رسنيو کې لاس په لاس کېږي، ليدل کېږي چې د بې عقيدې په وړاندې د جګړې غوښتنه کوي.

د سريلانکا چارواکي په دې باور دي چې ظهران هاشم د ايسټر يا د عيسويانو د اختر پر مهال د حملو اصلي طراح و.

تېره يکشنبه پر کليساوو او هوټلونو په هغو حملو کې تر ٢٥٠ زيات کسان ووژل شول.

پوليسو تأييد کړه چې د دغو حملو طراح ظهران په پلازمېنه کولمبو کې پر يوه هوټل د ځانمرګي بريد پر مهال وژل شوى دى.

XS
SM
MD
LG