د لاسرسي لېنکونه

پنجشنبه ۳۰ غبرګولی ۱۳۹۸ کابل ۰۵:۴۴

چارواکي: په میدان وردګ، غزني او خوست کې ۴۵ وسله وال مخالفان وژل شوي


ارشیف، افغان ځواکونه د پوځي عملیاتو په حال کې

د افغان ملي اردو د ۲۰۳ تندر قول اردو قوماندانۍ وایي، په میدان وردګ، غزني او خوست کې یې ۴۵ تنه د دولت وسله وال مخالفان وژلي دي.

د دې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر د شنبې په ورځ په یوې خبرپانې کې وویل، د میدان وردګ ولایت د نرخ ولسوالۍ د صدمرده په سیمه کې د افغان امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې د دې ولسوالۍ لپاره د طالبانو د کمېسیون رئیس مولوي حبیب الله په ګډون ۵ تنه وسله وال وژل شوي دي.

ملي اردو همدارنګه زیاتوي چې افغان امنیتي ځواکونو د غزني ولایت د ګیرو ولسوالۍ د پناه په سیمه کې د دولت وسله والو مخالفینو ۱۶ تنه او د اب بند ولسوالۍ د خدوخېلو په سیمه او د غزني ښار اړوند نوغې په سیمه کې ۱۴ تنه وسله وال وژل شوي او ۷ نور یې ټپیان کړي دي.

په خبرپاڼه کې د خوست ولایت په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د چاڼیزو عملیاتو یادونه شوې او په ترڅ کې یې د ۲ تنو وسله والو مخالفینو د وژل کېدو ویل شوي دي.

خو د میدان وردګ ولایت د نرخ ولسوالۍ د صد مردې کلي ځینو اوسېدونکو ازادي راډیو ته ټیليفوني تماسونو کې ادعا کړې چې دغلته د تېرې شپې عملیاتو کې د یوې ښځې او درې ماشومانو په شمول ولسي خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم ادعا کړې چې په نرخ ولسوالۍ کې د ښځو او ماشومانو په شمول ملکيان په نښه شوي دي.

خو د میدان وردګ د والي ویاند مجیب الله شریفزي ازادي راډیو ته وویل، کشفي ادارو د ولسي خلکو د مرګ ژوبلې راپور نه دی ورکړی او په وینا یې چې دغلته د طالبانو یو ځايي قوماندان حبیب الله له څلورو نورو وسله والو سره وژل شوي دي.

ملي اردو خپل لورې ته اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي، او په خپلواکه توګه یې ددې ادعاوو سپیناوی ستونزمن دی.

XS
SM
MD
LG