د لاسرسي لېنکونه

جمعه ۶ غویی ۱۳۹۸ کابل ۰۲:۱۰

چارواکي: د کندهار په معروف ولسوالۍ کې ۳۷ وسله وال وژل شوي


د کندهار امنیتي چارواکي وايي، تېره شپه يې د دغه ولایت د معروف ولسوالۍ د سقوط پلان شنډ کړ او په سیمه کې یې د تصفیوي عملیاتو په ترڅ کې ۳۷ وسله وال وژلي او ۲۸ نور یې ټپیان کړي دي.

د کندهار د امنيې قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزی وایي چې وسله والو طالبانو غوښتل چې د معروف ولسوالۍ د يوسف نيکه په سیمه کې پر امنیتي پوستو بریدونه وکړي او وروسته دغه ولسوالۍ ونیسي چې د امنیتي ځواکونو له غبرګون سره مخ شوي.

ده وویل:

"دښمن غوښتل چې د یوسف نیکه پوسته او معروف ولسوالۍ سقوط کړي چې په دې نتیجه کې افغان ځواکونو عملیات کړي او ۳۷ وسله وال په کې وژل شوي او ۲۸ نور ټپیان شوي دي چې وسله والو خپل مړي او ټپیان د ډورند کرښې هغې غاړې ته اړولي دی."

د کندهار د پوليسو د ویاند په خبره، په دغه په جګړه کې يو پوليس هم وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.

د کندهار د پولیسو د ویاند په خبره، د معروف ولسوالۍ په عملیاتو کې هوائي ځواکونو هم برخه لرله.

بل خوا وسله وال طالبان ادعا کوي چې د تېري شپې په جګړه کې یې د معروف ولسوالۍ د یوسف نیکه پوسته سقوط کړې او یو شمېر سرتېري يې ژوندي نیولي.

خو د کندهار چارواکي د وسله والو طالبانو دغه ادعا نه مني.

XS
SM
MD
LG