د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۴ لړم ۱۳۹۹ کابل ۰۲:۰۳

افغانستان

مسؤلین: د فراه سوداګرې ښځې لاسي صنایع د پلور لپاره ایران ته استوي

ارشیف: په هرات کې د مېرمنو د لاسي صنایعو د یوه نندارتون انځور

د فراه ولایت د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي چې له ناامنیو او ځینو نورو ستونزو سره سره د دغه ولایت سوداګرې ښځې په بېلابېلو برخو کې فعالیت کوي.

د دغې خونې رئیس عسکر ګمنام نن ازادي راډيو ته وویل چې د دغه ولایت ښځې زیاتره د خوراکي موادو د تولید، خامک او چرم ګنډلو او دغه شان د کرنې په برخه کې کار کوي.

خو په خبره یې چې د دوی د محصولاتو د پلور لپاره کوم ځانګړی بازار نه دی رامنځته شوی او ډېری ښځې خپل لاسي صنایع په ځانګړې توګه خامکي توکي د پلور لپاره ایران ته استوي.

ښاغلي ګمنام وايي، دوی په وار وار د ښځینه سوداګرو ستونزې له سیمه ییزو حکومتي چارواکو سره شریکې کړي او په دې برخه کې د هواري ژمنه شوې ده.

د فراه ولایت د سوداګرۍ او صنایعو خونې د معلوماتو پربنسټ، دا مهال په دغه ولایت کې له ۱۵۰ زیاتې ښځې په بېلابېلو سوداګریزو برخو کې فعالیت لري.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

پاکستان سږ کال سلګونه افغان محصلانو ته د لوړو زده کړو بورسونه ورکړي

آرشیف، پاکستان کې د سوات پوهنتون

پاکستان سږ کال تر ۸۰۰ زیاتو افغان محصلانو ته د لوړو زده کړو بورسونه ورکړل.

په کابل کې د پاکستان سفارت وایي هڅه کوي له افغان دولت سره د دوه اړخیزو اړیکو له لارې دغه بهیر لا پیاوړی کړي.

د دغه سفارت نن په کابل کې پر ۸۵۸ افغان محصلانو بورسونه ووېشل چې په طب، کمپیوټر ساینس، اقتصاد او ځينو نورو رشتو کې دي.

د دغه سفارت د معلوماتو له مخې، دا پرورګرام په ۲۰۰۹ کال کې پیل شوی او تر دې دمه یې په لړ کې له ۳۰۰۰ زیات افغان محصلانو په پاکستان کې په بشپړ سکالرشیپ زده کړې کړي دي.

د ننګرهار لسګونو حق الزحمه ښوونکو لاریون وکړ

ننګرهار کې د لاریون کوونکو یو انځور

د ننګرهار لسګونو حق الزحمه ښوونکو نن په جلال اباد کې یو سوله ییز لاریون وکړ.

دوی پر مسئولینو تور پورې کړ چې ګوندې فساد ته لاره هواروي او پر رسمي بستونو د ګمارنې لپاره بیا ځلي ازموینې ورکولو ته اړایستل کېږي.

دوی وایي، درې کاله یې په ښوونیز ډګر کې خدمتونه ترسره کړي، خو په خبره یې، اوس چې د رسمي ښوونکو په توګه باید وګمارل شي، د دوی پرځای نوي ښوونکي جذبول کېږي.

یو تن لاریون کوونکي وویل: "نوم مې همایون حضرتي دی، دوی فقط دا غواړي چې ۱۵سوه ډالر وکړې نو رسمي کوي مو، مونږ هېڅ نه لرو، مونږ سره پیسې نشته، مونږ د دې هېواد د بچیانو لپاره شپه او ورځ یوه کړې، مونږ نتایج هم د خپل جیب په مصرف جوړ کړي، ولې دا خدمت نه دی؟ خو زمونږ خبرې څوک نه اوري."

خو د ننګرهار د پوهنې رئیس حسیب الله شینواری وایي، دوی په دې هڅه کې دي چې دغه ښوونکي په رسمي بستونو وګماري خو په خبره یې، اداري اصلاحاتو کمېسیون نه یې دغه غوښتنه کړې خو تر اوسه یې ځواب نه دی ترلاسه کړی.

اخوا د ننګرهار د اداري اصلاحاتو کمېسیون مشر هجرت الله اختیار وایي، له قراردادي ښوونکو ازموینه د پوهنې ریاست په چوکاټ کې اخیستل شوې او دوی په جریان کې شوي نه دي.

دی زیاتوي، د ښوونکو د رسمي کېدو لپاره باید بستونه لومړی اعلان او بیا د ازموینې له لارې وړ ښوونکي رسمي مقرر شي.

د یادونې وړ ده چې په ننګرهار کې ۱۱ سوه قراردادي ښوونکي دي چې له تېرو درې کالو راهیسې په مختلفو ښوونځیو کې په تدریس بوخت دي.

پکتیا کې د مڼو باغداران: حاصلات ډېر دي خو بازار او سړې خونې نه لرو

ارشیف

پکتیا کې د مڼو باغداران وايي، سږکال یې حاصلات ډېر او ښه دي خو نه بازار لري او نه سړې خونې چې ویې ساتي.

دلته د یو شمېر کورنیو د عوایدو یوازینۍ سرچینه همدا باغونه دي.

د پکتیا یو بڼوال حسن قادري د خپل سږني حاصل په اړه ازادي راډیو ته وویل: " نسبتاً د تېر کال په مقایسه سږ کال حاصلات ښه دي، په دې کې موږ درې قسمه مڼې لرو، مڼې څلور قسمه دي موږ درې قسمه لرو، بیروتۍ، مارلینګ او زیړه مڼه، جاپانۍ مڼه موږ نه ده کرلې، ځکه ځای ورته نه لرو".

هغه وايي، د خپل باغ رسېدلو مڼو ته چې ګوري سترګې یې پرې خوږې شي، خو کله چې د مڼو بازار ته ګوري نو بېرته نهیلی شي، ځکه په وینا یې د مڼو بازار ډېر سوړ دی او دا چې د ساتلو لپاره یې سړې خونې نه لري مجبور دی چې په همدې ساړه بازار کې یې وپلوري.

پکتیا کې د کرنې او مالدارۍ ریس محمد دین مومند وایي، سږ کال دې ولایت کې د مڼو حاصلات د تېر کال پرتله په سلو کې ۱۴ لوړ شوي دي.

هغه د سړو خونو د نشتوالي د ستونزې په اړه وویل:"موږ ۵۹ د مڼو سړې خونې جوړو، چې هره خونه ۲۵ میټریک ټنه ظرفیت لري."

د پکتیا د کرنې او مالدارۍ ریاست وايي، دا سړې خونې به د مرکز په ګډون په احمد ابا سید کرم، مېرزکه، زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې جوړېږي او ښايي کار یې نږدې دوه میاشتې نور وخت هم وغواړي چې چمتو شي.

په هرات کې د بوکسېنګ ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې

ارشیف

په هرات کې د کیون کیک بوکسېنګ ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې.

د هرات د بدني روزنې ریاست مسلکي او فني مدیر ضیا الحق ضیا نن له ازادي راډیو سره په خبرو کې د دي لوبو هدف د کاري پلان تطبیق او د غوره لوبغاړو ټاکل وبلل.

نوموړي وویل، چې په دې سیالیو کې ۸ کلبونو برخه اخیستې وه چې په پایله کې دلیران، لومړی، اتحاد استقلال دوهم او جونان میهن درېیم مقام خپل کړ.

یادې سیالۍ تېره ورځ پیل شوې وې.

د اسیا ۲۰۲۱ کال باولېنګ سیالیو لپاره د افغانستان چمتووالی

ارشیف

افغانستان د اسیا ۲۰۲۱ کال باولېنګ سیالیو لپاره چمتووالی نیسي.

د افغانستان د باولېنګ فدراسیون وايي، هڅه کوي چې په یادو سیالیو کې ښې لاس ته راوړنې ولري.

د دې فدراسیون رییس ادریس فاروقي نن ازادي راډيو ته وویل، چې په همدې هدف د باولېنګ ټاکنیزې سیالۍ پیل شوي څو غوره کسان ترې انتخاب شي.

د دغه سیالیو لومړی پړاو نن پای ته ورسېد چې د ښاغلي فاروقي په وینا ۱۲ نجونې او ۱۲ هلکان ترې غوره شوي دي.

ټاکل شوې چې د اسیا د ۲۱۲۱ کال سیالۍ په هانګ کانګ کې ترسره شي.

د غزني چارواکي: ماین چاونې ۹ کسان وژلي

ارشیف

د غزني ولایت چارواکي وايي، د ماین چاونې د څلورو ښځو په ګډون ۸ ملکیان او یو پولیس وژلي دي.

د والي ویاند وايي، چاودنه نن سهار د دوهمې امنیتي حوزې اړوند د روضې کوتل په سیمه کې شوې ده.

واحد الله جمعه زاده ازادۍ راډیو ته وویل: "په ساحه کې د ملکیانو یو ټونس ډوله موټر هم رسېدلی چې ماین چاودلی، له بده مرغمه زموږ ۸ تنه ملکي هېوادوال چې ۴ تنه یې ښځې دي، شهیدان شوي دي، له بده مرغه یو پولیس هم شهید شوی او ۳ تنه نور یې ټپیان دي."

د غزني د ملکي روغتون مشر ډاکټر بازمحمد همت هم ویلي، چې روغتون ته د ۹ کسانو مړي وروړل شوي دي.

وسله والو تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.

د عامه ساتنې ملي تصدۍ: طالبانو د کمال خان بند ۶ ساتونکي وژلي

کمال خان بند

د افغانستان د عامه ساتنې ملي تصدۍ وايي، وسله والو طالبانو په نیمرزو کې پر کمال خان بند په برید سره د دې تصدۍ ۶ ساتونکي وژلي دي.

د دې تصدۍ ویاند ضیا ودان رسنیو ته په یو استولي پیغام کې ویلي دي چې د طالبانو په دې برید کې د عامه ساتنې ملي تصدۍ د ۶ ساتونکو د وژلو ترڅنګ دوه نور ټپیان کړي هم دي.

هغه زیاته کړه: "نن سهار وختي طالبانو پر کمال خان بند برید کړی او په دې پېښه کې زموږ شپږ ساتونکې شهیدان شوي او دوه نور ټپیان شوي دي، طالبانو د خپلو ټولو ژمنو خلاف په ملي پروژو او عامه شتمنیو بریدونو ته زور ورکړی دی."

خو وسله والو طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د افغانستان د عامه ساتنې تصدۍ چارواکي وايي، افغان ځواکونه له ګواښونو سره سره د کمال خان بند د پروژې ساتنې ته چمتو دي.

کمال خان بند د نیمروز ولایت له مرکز زرنج ښاره شااوخوا ۹۰ کیلومتره لیرې په چهار برجک ولسوالۍ کې پروت دی.

د راپورونو په اساس اوس مهال د یاد بند درې برخې کار بشپړ شوی او په نږدې راتلونکې کې به د اوبو د زېرمه کولو جوګه شي.

د اوبو د مدیریت برخې څېړونکي وايي، کله چې کمال خان بند ګټې اخیستنې ته وسپارل شي ایران ته به تلونکې اوبه د هلمند د معاهدې په اساس د کنټرول وړ وګرځي او هم به د نیمروز خړې دښتې سمسورې شي.

'ننګرهار کې تر ۳۰ ډېر وسله وال طالبان وژل شوي'

ارشیف

د ننګرهار د والي ویاند وايي، په سره رود ولسوالۍ کې په وسله واله جګړه کې تر ۳۰ زیات وسله وال طالبان وژل شوي دي.

عطا اله خوږیاڼي رسنیو ته ویلي، د سره رود ولسوالۍ په برینه او ګزک سیمو کې پرون د ملي امنیت ځواکونه د وسله والو طالبانو له مقاومت سره مخامخ شول.

هغه زیاته کړه: "د دې مقاومت په پایله کې چې هوايي ځواک یې هم ملتیا کوله، ۳۱ وسله وال طالبان چې د دوی مهم غړي هم په کې شامل دي، وژل شوي او ۴ نور ټپیان دي، له بده مرغه وسله والو طالبانو هاوان توغولي چې له کبله یې یوه مېرمن او یو بل کس ټپیان شوي دي."

د والي ویاند وايي، ټپي شوي ملکیان روغتون ته لېږدول شوي دي.

فراه چارواکي: وسله والو طالبانو ۳ ملکیان په ډزو وژلي

ارشیف

د فراه ولایت امنیه قومانداني وايي، وسله والو طالبانو درې ملکیان په ډزو وژلي دي.

د امنیه قوماندانۍ ویاند محب اله محب وویل، وسله والو طالبانو دغه کسان پرون د قلعه کاه ولسوالۍ پر لویه لار وژلي دي.

هغه زیاته کړه: "(وسلوالو طالبانو) دوه ملکیان چې دواړه سپین ږیري وو، په بېرحمانه ډول شهیدان کړي او یو ماشوم یې چې له دوی سره و، هم شهید کړی دی، چې دا د اسلامي ارزښتونو او د بشرپالنې د قوانینو خلاف کار دی."

ښاغلي محب ونه ویل چې د دې وژنې انګېزه څه وه خو زیاته یې کړه، چې دغه درې کسان د فراه د مرکز اوسېدونکي وو.

وسله والو طالبانو د دې پېښې په اړه رسماً څه نه دي ویلي.

کټوازی: تاوتریخوالی او د امنیتي ځواکونو مرګ ژوبله نور د زغم وړ نه ده

افغان ځواکونه د عملیاتو پرمهال- ارشیف

د ولسي جرګې لومړی مرستیال وايي، په افغانستان کې روان تاوتریخوالی او د امنیتي ځواکونو مرګ ژوبله نوره د زغم وړ نه ده.

محمد مېرزا کټوازي نن ازادۍ راډیو ته وویل، که وضعیت دغسې روان وي دوی به هم د امنیتي بنسټونو سرپرست وزیرانو ته د باور رایه ورنه کړي.

هغه زیاته کړه: "دا نوره موږ ته د زغم وړ نه ده، کابینه موږ ته معرفي شوې ده، که دا لړۍ دغسې روانه وي، د ملت استازي به په ځانګړي ډول امنیتي ادارو ته رایه ور نه کړي."

بلخوا د بخښنې نړیوال سازمان په یوه اعلامیه کې ویلي، اکتوبر میاشت چې نن یې څلورویشتمه ده، د ملکي افغانانو لپاره هم خونړۍ وه.

دغې ادارې پرون ویلي، په دغو ۲۴ ورځو کې په بېلابېلو حملو کې لږ تر لږه ۱۸۰ ملکي افغانان وژل شوي او څه باندې ۳۷۰ نور ټپيان شوي دي.

افغان چارواکي: د غنمو سلګونه ننداریزې قطعې جوړېږي

ارشیف

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت په روان لمریز کال کې د غنمو د یو زرو ۳۰۰ ننداریزو قطعو د جوړولو خبر ورکوي.

د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډيو ته وویل، چې دغه ننداریزې قطعې د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې جوړې شوي دي.

تېر کال هم د غنمو ۸۲۰ ننداریزې قطعې په بغلان، بلخ، هرات،کونړ،کندز، لغمان، ننګرهار او تخار کې جوړې شوې وې.

دغه ننداریزې قطعې د غنم او سویابیو د کښت زیاتېدو او نویو لارو چارو د برابرولو په هدف جوړېږي.

'د هوايي دهلیزونو له لارې په صادراتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی'

ارشیف

د هوايي دهلیزونو له لارې په صادراتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

د افغانستان د سوداګرۍ خونې مرستیال یونس مومند نن ازادي راډيو ته وویل، چې له قرنطین وروسته پروازونه زیات شوي او د روان لمریز کال له پیله تر اوسه ۴ زره ټنه وچې او تازه میوې بهر ته صادر شوي دي.

نوموړي وویل، هند او چین له هغو هېوادونو دي چې د هوایي دهلیزونو له لارې ډېر صادرات شوي.

تېر کال تر دې دمه ۳ زره او ۵۰۰ ټنه صادرات شوي وو.

د سوداګرۍ خونه وايي، په نږدې ورځو کې به ۴ سوه ټنه جلغوزه چین ته ولېږل شي.

د بخښنې سازمان: افغانستان کې ګڼ ملکیان هره ورځ په جګړو کې قرباني کېږي

په ننګرهار کې د یوې چاودنې پر مهال ټپي شوی کس

د بخښنې نړیوال سازمان امنېسټي انټرنشنل وايي په دوحه کې د سولې د خبرو په دوام سربېره ګڼ ملکیان هره ورځ په جګړو کې قرباني کېږي.

دغه سازمان پرون په یوه اعلامیه کې لیکلي چې دا اکټوبر میاشت د افغانانو لپاره ډېره خونړۍ وه.

په اعلامیه کې راغلي چې په غور، هلمند، میدان وردک او ځینو نورو سیمو کې د روانو جګړو او بمي چاودنو په نتیجه کې دا میاشت د راپورونو په اساس لږ تر لږه ۱۸۰ ملکیان وژل شوي او څه باندې ۳۷۰ نور ټپيان دي.

د امنېسټي انټرنشنل د جَنوبي اسیا څانګې مشر عمر وړایچ ټینګار کړی چې نړۍ باید د افغانستان وضعیت ته جدي پاملرنه وکړي ځکه هره ورځ د بې‌ګناه افغانانو وینې تویېږي.

هغه د افغان جګړې له ښکېلو خواو غوښتي چې د ملکیانو ژوند او د هغوی ټولو بشري حقونو ته پام وکړي.

د هلمند والي: د لښکرګاه د نیولو لپاره د طالبانو پلان شنډ شوی

ارشیف، هلمند کې افغان ځواکونه

د هلمند والي وایي د لښکرګاه د نیولو لپاره د طالبانو پلان شنډ شوی او افغان پوځیان اوس د هغو سیمو د نیولو لپاره عملیات کوي چې د طالبانو لاس ته لوېدلي.

جنرال محمد یاسین پرون دا خبرې ازادي راډيو ته وکړې.

هغه وویل د نادعلي، ناوې، باباجي او چاه انجیر په سیمو کې عملیات روان دي، خو مخالفینو ماینونه کېنولي چې د دوی پرمختګ‌یې لږ ستونزمن کړی.

جنرال یاسین زیاتوي: "د پلان له مخې مخ ته روان یو. د دې لپاره چې دښمن په سړکونو، کوڅو، پلونو باندې ماینونه کېنولي دا عملیات لږ وخت نیسي."

د هلمند والي داسې وخت د طالبانو د پلان د شنډولو خبره کوي چې د دې ډلې وسله‌وال د لښکرګاه درېیمه حوزه په کنټرول کې لري.

هغه ومنله چې د هلمند په دې دوو اوونیو جګړو کې شااوخوا ۳۰ افغان پوځیانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د هلمند د جګړو له امله شااوخوا ۴۰ زره ملکیان بې‌ځایه شوي.

د پولیو نړیواله ورځ؛ 'افغانستان کې مثبتې پېښې زیاتې شوي'

ارشیف، ماشومانو ته د پولیو واکسین د تطبیق پروسه

د اکټوبر ۲۴مه )نن شنبه( د پولیو نړیواله ورځ ده.

دا ورځ د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ د ویروس پر ضد د مبارزې په لارو چارو باندې د خلکو د پوهاوي او د دې ویروس د له‌منځه وړلو هڅو ته ځانګړې شوې ده.

د پولیو ویروس یوازې په محدودو هېوادونو له هغې ډلې افغانستان، پاکستان او نایجیریا کې پاتې ده.

په افغانستان کې د پولیو د له‌منځه وړلو د ملي پروګرام د عامه پوهاوي مسؤل میر جان راسخ ازادي راډیو ته تأیید کړه چې د ګوزڼ مثبتې پېښې زیاتې شوي.

ښاغلی راسخ زیاتوي: "د روان میلادي کال له پیله تر اوسه پورې د پولیو ۵۳ مثبتې پېښې په افغانستان کې ثبت شوې دي."

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق وايي چې هر کال دوه نیم میلیونه ماشومان د نا امنیو په وجه د پولیو له واکسینه پاتې کېږي.

د دغو ماشومانو ډېره برخه د افغانستان د نا امنو سیمو اوسېدونکي دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG