د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۹

ډيلي مېل: جولي وایي، د سولې په خبرو کې دې افغان ښځو ته مرکزي رول ورکړل شي


ډيلي مېل:

ډيلي مېل ورځپاڼې د هالیووډ د مشهورې فلمي لوبغاړې او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازې انجلینا جولي په ټینګار د افغانستان د سولې په پروسه کې د ښځو پر ګډون تمرکز کړی دی.

دې امریکایي فلمي ستورې غوښتي چې د سولې په خبرو کې دې افغان ښځو ته مرکزي رول ورکړل شي.

ورځپاڼې د جولي په حواله دا ګواښ هم کړی چې که داسې ونه شي، په افغانستان کې به د دایمي ثبات د ټینګښت هر ډول چانس له لاسه ووځي.

د ډيلي مېل په لیکنه، انجلینا جولي ټایم مجلې ته په یوه تبصره کې ویلي چې د پام وړ شمېر ښځې باید د سولې په خبرو کې حضور ولري.

له ۲۰۰۱ کال راهیسې چې د امریکا په مشرۍ نړیوال ائتلاف د طالبانو رژیم وپرځاوه او نوی دولت یې واک ته ورساوه، د افغان ښځو وضعیت تر یوې اندازې ښه شوی او اوس وخت په لوړو څوکیو کې دندې ترسره کوي.

خو افغان ښځې له هغې ډلې د ښځو د حقونو مدافعینې له دې وېرېږي چې داسې نه شي چې له طالبانو سره د کومې پټې معاملې په نتیجه کې د دوی اتلس کلنې لاسته راوړنې له پامه وغورځول شي.

استرالیا د ستراتيژیکې پالیسۍ ویبپاڼه:

د استرالیا د ستراتيژیکې پالیسۍ ویبپاڼې په افغانستان کې د مخدره موادو په تولید او سوداګرۍ یوه مقاله لیکلې ده.

په مقاله کې له مخدره موادو او جرمونو سره د مبارزې په برخه کې د ملګرو ملتونو ادارې د یوه راپور په حواله راغلي چې په افغانستان کې د مخدره موادو ناقانونه سوداګري په بې سابقې توګه قوت پيدا کړی.

د مقالې له مخې دې ته په پام چې افغانستان د نړۍ د نوي فیصده تاریاکو تولیدونکی دی، د حیرانتیا خبره ده چې له افغانستانه بهر له مخدره موادو سره پر مبارزې ډېر کم بحث شوی دی.

د استرالیا د ستراتیژیکې پالیسۍ ویبپاڼې په پای کې لیکلي چې د مخدره موادو د سوداګرۍ او ترهګرۍ تر منځ د اړیکې د موجودیت په اړه له بې شمېره اسنادو سربېره هم د مخدره موادو ناقانونه سوداګري هېڅ کله د یوې مهمې امنیتي ستونزې په توګه نه ده منل شوې.

XS
SM
MD
LG