افغان حکومت له طالبانو سره د سولې د خبرو لپاره د حکومتي او سیاسي ډلو د ګډو پلاوي د جوړېدو په لټه کې دی.
بلخوا طالبان لا هم پر دې ټینګار کوي چې له هغو افغانانو سره د سولې خبرو ته نه کښیني چې د حکومت استازیتوب کوي.
دا مسئله د ازادي راډیو په اوونیز «ازادۍ په څپو کې» پروګرام کې له مېلمنو سره څېړو چې د بحث لومړۍ برخه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:
تمه ده چې د اپریل په ۱۹مه د افغانستان د حکومت او سیاسي مشرانو ګډ پلاوی د قطر په پلازمېنه دوحه کې د طالبانو له استازیو سره خبرې پيل کړي.
د دې درې ورځنۍ غونډې تر پیلېدو مخکې ستونزې دا دي چې د افغان حکومت او سیاسي مشرانو ګډ پلاوی باید تشکیل شي او طالبان دا ومني چې د افغانستان د حکومت له استازیو سره د سولې خبرو ته چمتو دي.
دا مسئله د ازادي راډیو په اوونیز «ازادۍ په څپو کې» پروګرام کې له مېلمنو سره څېړو چې د بحث دوهمه برخه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ: