د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۱

خاطره اسحاقزۍ یوه سوداګره او د یوې غیر دولتي مؤسسې مشره!


ارشیف، افغانه سوداګره او په افغانستان کې د یوه غیر دولتي بنسټ مشره خاطره اسحاقزۍ
ارشیف، افغانه سوداګره او په افغانستان کې د یوه غیر دولتي بنسټ مشره خاطره اسحاقزۍ

د مخکښې ښځو په خپرونه کې له خاطرې اسحاقزۍ سره خبرې کوو چې د افغانستان د وچو مېوو د صادراتو په برخه کې سوداګري کوي او د افغانستان لپاره د تعلیمي، طبي او مسلکي پروګرامونو د پرمختګ مؤسسې مشره ده.

هغې د کابل پوهنتون د ژورنالیزم له پوهنځي څخه د لېسانس سند اخیستی او په هند کې یې د عامه اړیکو په برخه کې ماستري کړې ده.

خاطره وایي، کلونه‌یې د ښځو د حقونو لپاره غږ پورته کړی او خوښه ده چې مدني فعالیتونه ترسره کوي.

تر دې مخکې یې په سره میاشت، د کابل د ولایتي شورا، په بېلابېلو معتبرو رسنیو او مدني ټولنو کې کار کړی دی.

دغه خپرونه د ازادي راډيو خبریاله فرشته غني چمتو کوي چې د لاندې لېنک په کېکاږلو یې اورېدای شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:27:59 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG