د ازادي راډيو د نیمې نړۍ د دې اوونۍ په خپرونه کې د هغې افغانې پېغلې د ژوند په اړه غږېږو چې د افغانستان په ۱۳ ولایتونو کې یې د افغان ښځو د ظرفیت جوړونې په برخه کې فعالیتونه ترسره کړي او په امریکا کې یې د نړۍ په کچه د ۲۰۱۹ کال د "women of Distinction " یا د متفاوتې ښځې په نوم جایزه اخيستې ده.
- غرڅنۍ امین څنګه وتوانېده چې دغه جایزه ترلاسه کړي؟
- د افغانستان په نا امنو سیمو کې د ښځو کار کول څومره ستوزمن دی؟
- او که ښځې په نړیواله کچه ستایل کېږي، د نورو ښځو پر ژوند څومره اغېزه کولای شي؟
دا خپرونه د لاندې لېنک له لارې اورېدلی شئ:
جوړوونکې: فرشته غني