د ازادي راډیويي مجلې دا ګڼه مو په لاندې مطالبو راښکلې کړې دهد تېرې اونۍ فرهنګي خبرونه مریم توخي وړاندې کوي.
د ماڼو او سپیلنو د دودیز ارزښت په اړه فرشته مرسل راپور لري.
په هنر جاج کې له محمد الله ارین سره د ماشوم پالنې په فرهنګ غږیږو.
فنکار برخه کوزې پښتونخوا ته تللي یو او هلته له محمد ګل منصور سره د هغه په فن خبرې کوو .
په زرپاڼه کې به یوه لرغونې کیسه ( باچا او وزیر) واوروئ.
په ادب جام کې د دیارلسمې پېړۍ شاعر نورالدین احوال واورئ.
او په وریښمین خېال کې به د طایر ځلاند نظم واورئ.
لیکوال او جوړوونکی: پوهنیار محبوب شاه محبوب