د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۷ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۴:۰۲

نړیوالو ورځپاڼو د افغانستان په اړه څه خپاره کړي؟

نیویارک ټایمز:

نیویارک ټایمز ورځپاڼې له طالبانو سره د احتمالي معاملې په اړه اندېښنو ته اشاره کړې ده.

ورځپاڼه لیکي چې د هزاره اقلیت قوم یو غړی داوود ناجي په ۱۹۹۸ میلادي کال کې په مزارشریف ښار کې د دغه قوم د ځینو نورو کسانو د عامه وژنې پر مهال محصل و.

د ورځپاڼې په لیکنه ناجي له طالبانو د پټېدو په خاطر د کورنیو له لوري د تونلونو د ایستلو خاطره په یاد لري.

نیویارک ټایمز لیکي، هغه وخت څه باندې دوه زره ملکیان وژل شوي وو.

ورځپاڼه دا هم لیکي، ناجي چې اوس ۴۵ کلن دی او د هزاره ګانو د یوه سیاسي خوځښت مشر دی، له دې ويرېږي چې داسې نه چې د امریکا او طالبانو تر منځ د خبرو په نتیجه کې یوې معاملې ته د رسېدو او قدرت ته د طالبانو د بیا راتلو په صورت کې عامه وژنه زیاته شي.

ناجي او ګڼ نور هزاره ګان په دې اندېښنه کې دي چې دا خبرې به د سولې پر ځای ظلم او ستم له ځانه سره راولي.

د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا خاص استازي زلمي خلیلزاد ویلي، تر اوسه له طالبانو سره هېڅ کومه نهايي موافقه نه ده شوې.

خلیلزاد ویلي، داسې یوه سوله غواړي چې ټول افغانان پکې ارامه ژوند ولري.

نیویارک ټایمز د افغانستان د شننونکو د شبکې د مرستیال توماس روتیګ په حواله لیکلي، اړتیا ده څو طالبان ثابته کړي چې د هزاره ګانو یا شیعه ګانو ضد پالېسي نه تعقیبوي.

سټارز انډ سټرایپس:

سټارز انډ سټرایپس امریکايي ورځپاڼې لیکلي چې د عراق او افغانستان په جنګ کې ګڼ عسکر له سختو ټپونو سره سره بیا هم ژوندي پاتې شوي.

په پوځي چارو دا متمرکزه ورځپاڼه په دې مقاله کې د امریکايي عسکرو د ژوندي پاتې کېدو دلایل په ګوته کوي.

ورځپاڼه لیکي چې د وینې د زیاتې بهیدنې د مخنیوي په هدف د خاصو بنداژونو یا په طبي اصطلاح د ټورنیکیټونو کارولو ټپیانو ته د وینې انتقال او له هوايي لارې د ټپیانو انتقال هغه عوامل دي چې د ګڼو ټپي عسکرو د تلف کېدو مخه یې نیولې ده.

سټارز انډ سټرایپس لیکي، په افغانستان کې له ۲۰۰۱ کاله د ۲۰۱۷ کال تر پایه د ټپي عسکرو له ډلې د ژوندي پاتې شویو هغو فیصدي له دوو ـ څلوېښتو ته لوړه شوې ده.

په عراق کې بیا د ژوندي پاتې شویو ټپي عسکرو شمېر له نهو فیصدو - ۳۳ فیصدو ته پورته شوی.

په افغانستان کې له کله چې افغان پوځیانو بشپړ امنیتي مسؤلیت په غاړه اخیستی، د بهرنیو ځواکونو په خاصه توګه امریکايي عسکرو مرګ ژوبله ډېره کمه شوې ده.

دې خبرې ته څو واره افغان ولسمشر اشرف غني په خپله هم اشاره کړې ده.

سټارز انډ سټرایپس ورځپاڼې د امریکا دفاع وزارت پنټاګون د معلوماتو په اساس لیکلي چې له ۲۰۰۱ کاله په افغانستان او عراق کې ټول ټال ۵۴۰۰ امریکايي سرتېري وژل شوي او ۵۶ زره او ۷۶۳ تنه نور هم ژوبل دي.

ټپیانو ته د عاجلې رسېدنې د اقداماتو د ښه عملي کېدو په خاطر سټارز انډ سټرایپس لیکلي چې یو نیم زر عسکر په افغانستان او څه باندې ۲۱۰۰ عسکر هم په عراق کې له تلف کېدو ژغورل شوي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG