محمد ګل منصور د پښتو ژبې د روان شعري بهیر هغه سرلاری شاعر دی چې په لر او بر کې ګڼ شمېر مینهوال لري.
د ښاغلي منصور د شاعرۍ خانګړنه دا ده چې دا روانه، ساده او عام فهمه ده.
همدا لامل دی چې مینهوالیې د کتابونو تر څنګ پر ټولنیزو رسنیو هم نوې شاعرۍ ته کلک انتظار باسي.
منصور د خېبر پښتونخوا د سوات اوسېدونکی دی، ښايي همدا لامل به وي چې شعر یې هم له ښکلا، مینې او عاطفې ډک دی.
د محمد ګل منصور تر دې دمه ۵ شعري ټولګې؛ تنده او څاڅکی، موږ دواړه لېوني یو، اوس بنګړي چاله واخلم، ته د غوږونو والۍ مهخرڅوه او کافر جانان چاپ دي چې پهدغو کې ځینې ټولګې بیا بیا چاپ شوې دي.
د ازادي راډیو خبریال ذبیح مومند له منصور سره د هغه پر شاعرۍ مرکه کړې چې دلتهیې اورو: