د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون لا هم د میزان په شپږمه د ولسمشریزو انتخاباتو په ترسره کولو شکمن دی.
د دغه کمېسیون د دارالانشا مشر حبیب الرحمن ننګ ازادي راډيو ته وویل چې ولسمشریزو انتخاباتو ته د بودجې نه ځانګړې کېدو او امنیتي اندېښنو مشکوک کړي.
د ازادي راډيو خبریالې فېروزې عزیزي د ولسي جرګې د وروستیو پایلو او د ولسمشریزو انتخاباتو پر چمتووالي له ښاغلي ننګ سره مرکه کړې ده چې د لاندې لېنک په کېکاږلو یې اورېدای شئ: