په افغانستان کې درې نيم میليونه خلک په مستقيم او غيرمستقيم ډول د نشهيي موادو له امله زيانمن شوي دي.
پهدې زيانمن شويو خلکو کې ۲۴ لکه يې مستقيم معتادين دي چې په سلو کې دېرش يې ماشومان او سلو کې اووه يې ښځې دي.
اوس پوښتنه دا ده چې:
- ايا د دومره ډېرو معتادينو د درملنې لپاره د عامې روغتيا وزارت او نادولتي ټولنو روغتيايي مرکزونه کفايت کوي؟
- ولې په ځينو ولايتونو کې دغه ډول روغتيايي مرکزونه نشته؟
- ايا د معتادينو د درملنې لارې چارې عصري او ګټورې دي؟
پهدې اړه زموږ همکار محمد اياز ترنک د افغانستان د عامې روغتيا له وزير فيروزالدين فيروز سره مرکه کړې او په پيل کې يې پوښتلی چې:
- اعتياد په کومه درجه ناروغيو کې ګڼل کېږي؟
دا مرکه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ: