- لانګ وار ژورنال
لانګ وار ژورنال خپرونې د افغانستان د سولې پر موضوع يوه مقاله خپره کړې ده. د مقالې عنوان دی: ولې باید په هر ډول توافق کې له طالبانو وغوښتل شي چې له القاعده لاس واخلي.
مقاله ليکي:
تېره اوونۍ د افغانستان د ملي امنيت سلاکار حمدالله محب په امريکا کې د افغانستان د سولې لپاره د امريکا د ځانګړي استازي زلمي خليلزاد پر وړاندي څرګندونې وکړې چې ګواکې ښاغلی خليلزاد غواړي په افغانستان کې د یوه بل واکمن هېواد د استازي په توګه د نوي حکومت چارې پر مخ یوسي.
مقاله وايي، د ښاغلي محب خبرې ښایي مبالغه وي، خو دا خبرېيې په ناپامۍ کې له خولې نهدي وتلي.
د مقالې په وينا، د ښاغلي محب انتقاد پهدې مانا دی چې افغان حکومت څومره په امریکا کې د ډونالډ ټرمپ پر اداره بې اعتماده دی.
مقاله زیاتوي چې ټول پوهېږي د امريکا ولسمشر غواړي له افغانستانه ژر تر ژره خپل ځواکونه وباسي او له طالبانو سره خبرې به سوله نه رامنځته کوي بلکې طالبان به بېرته له سره پياوړي کړي چې امريکا يې شل کاله پر وړاندې وجنګېده.
مقاله ليکي چې د ښاغلي محب غوندې نور افغان چارواکي پر ښاغلي خليلزاد د بې اعتمادۍ په خاطر خپل دلايل لري، خو امريکا هم باید اندېښنه ولري ځکه – د مقالې په وینا- ښاغلي خليلزاد له القاعده او نړيوال ترورېزم اړوند د طالبانو درواغ منلي دي.
مقاله وايي، ټول هغه امريکایان بايد دې خبرې ته د سپکاوي په سترګه وګوري چې د ۲۰۰۱میلادي کال د سېپټمبر په ۱۱مه يې خپلوان ووژل شول.
لانګ وار ژورنال ورځپاڼه ليکي چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا دوه راپورونه ښيي چې طالبان او القاعده دواړې ډلې له نږدې اړيکې لري.
د راپور له مخې د القاعده مشران اوس هم افغانستان ته د خوندي ځای په توګه ګوري، خو ښاغلي خليلزاد تراوسه امریکايانو ته دا خبره نهده تشريح کړې چې ولې دی د طالبانو پردې خبره باور کوي چې وايي، په افغانستان کې به د القاعده مخه نيسي.
- نيويارک ټایمز
نيويارک ټایمز ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه کې د هغه ورزشځای بيا پرانېستل کېدو ته کتلي چې د کابل په لويديځ کې داعش ډلې ورباندې ځان وژونکې حمله کړې وه.
د ورځپاڼې په وينا، د ميوند ورزشځای تېرکال په سېپتمبر مياشت کې تر هغه ځانمرګي بريد وروسته وتړل شو چې په نتيجه کې يې ۲۶ کسان ووژل شول او ۹۱ کسان نور ټپیان شول.
اوس د دې ورزشي کلب مشرانو ويلي چې د تېر په نسبت ډېر پهلوانان د تمرين او زدهکړو لپاره دغه ځای ته ورځي چې شمېر يې په څلورو شيفټونو کې څلور سوه کسانو ته رسيږي.
د ورځپاڼې په وينا، د میوند ورزشځای د پرانېستلو په برخه کې د نورو تر څنګ دوو پخوانيو امریکايي پهلوانانو هم رول درلود.
دا دواړه- پاول هالسي ۶۹ کلن د امريکا د ريجفيلډ اوسېدونکی او هومان توکليان – ۴۲ کلن امريکايي ايرانی دی.
د نيويارک ټایمز په وينا دوی د میوند ورزشځای د پرانېستلو په برخه کې ډېره هڅه وکړه او د مصرف په خاطر يې نغدي پیسې راټولې کړې.
مقاله ليکي چې د تېرکال په حمله کې د دغه ورزشځای له ۹۱ ټپیانو څخه یو شمېر یې اوس معلول شوي دي او د نورو د بدن غړي پرې شوي دي او د پنځو کسانو تر اوسه روغتیايي وضعیت خراب دی.
خو ښوونکي عباس ورځپاڼې ته ویلي، ټول ورزش کوونکي پهدې باور دي چې تروریستانو ته وښيې دوی کولای شي خلک ووژني، خو د هغوی مخه نهشي نيولای.