د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۰

د انتخاباتو وروستۍ پایلې ولې وځنډېدلې؟


ارشیف، په کندهار کې یو تن رأی ورکوونکی
ارشیف، په کندهار کې یو تن رأی ورکوونکی

د افغانستان د ولسي جرګې د انتخاباتو په اړه د ازادي راډیو «زما رأیه، زما حق» ځانګړې خپرونو د دې اوونۍ پروګرام مو د ولسي جرګې د ځینو ولایتونو د انتخاباتو د وروستیو پایلو د ځنډ څرنګوالي ته ځانګړی کړی.

د ولسي جرګې له انتخاباتو شااوخوا څلور نیمې میاشتې اوړي، خو لا هم د کوچیانو او هندوانو د حوزو په ګډون د ۱۵ ولایتونو وروستۍ پایلې نه‌دي اعلان شوي.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي چې د ځینو ولایتونو وروستۍ پایلې د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون له لوري دوی ته نه‌دي سپارل شوي او له کابله پرته به د ۱۴ ولایتونو رأیې وروستۍ په راتلونکو څو ورځو کې اعلان کړي.

  • دا چې وروستۍ پایلې ولې وځنډېدلې؟
  • لامل‌یې څه و؟
  • ایا په اعلان کې به شفافیت ته پام وشي او که‌نه؟

دغه موضوع مو د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ یا فیفا له ویاندې مروه امیني او د حقوق‌پوهانو د ټولنې له ویاند شیرین خان حبیبي سره مطرح کړې، دغه پروګرام ته مو د انتخاباتو خپلواک کمېسیون غړي هم رابللي و، خو بحث ته څوک حاضر نه‌شول.

دغه پروګرام رحمت‌الله افغان چمتو کړی چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره‌یې اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:27:21 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG