کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې په قطر کې د طالب استازو او امریکايي پلاوي ترمنځ د خبرو اترو په اړه چې تېره ورځ ناوخته پای ته ورسېدې، مقالې او تبصرې خپرې کړې دي.
- ویسا
ویسا خپلواکې ورځپاڼې (د دوحې خبرې ولس ته په لوی زېري بدلېدای شي) تر عنوان لاندې په سرمقاله کې لیکلي دي چې د دواړو لورو ترمنځ د پنځم پړاو خبرې تېره ورځ ناوخته پای ته رسېدلي او ویل کېږي چې په دې خبرو کې په ډېرو مسایلو هوکړې او پرمختګونه شوي دي.
په سرمقاله کې وړاندې د یو شمېر سرچینو له قوله راغلي دي چې ښاغلي خلیلزاد غوښتل چې له قطر څخه وروسته کابل ته راشي، خو په خبرو کې پرېکنده پرمختګونو ته په پام سره، اوس غواړي واشنګټن ته لاړ شي او د خبرو جزئیات د امریکا له ولسمشر سره شریک کړي.
د سرمقالې لیکوال لیکي چې که څه هم په رسمي ډول د خبرو جزئیات نهدي په ډاګه شوي، خو ویل کېږي چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو پر مهالوېش او همدا شان د طالبانو لهخوا دا ژمنه چې له ترهګرو ډلو سره د پرېکون تر څنګ به د داعش او نورو ترورېستي ډلو پر ضد ګډ اقدامات کوي، هغه مسایل دي چې خبرې پرې شوې دي.
سرمقاله لیکونکی لیکي، اوس چې د جګړې دوه اړخونه طالبان او امریکایان بالاخره یوې موافقې ته نږدې شوي، نو پهکار ده چې نور بینالافغاني خبرې اترې پیل شي، ترڅو افغان ولس د راتلونکو بدمرغیو او بحرانونو څخه وژغورل شي.
- دنیا
دنیا خپلواکې ورځپاڼې د قطر ناسته پرمختګونه او هیلې په عنوان په سرمقاله کې لیکلي دي چې پنځم پړاو خبرو ته افغانانو ډېرې هیلې درلودې او تمه دا وه چې دا خبرې به ژر نتیجه ورکړي، خو له اوږد ځنډ وروسته که څه هم د خبرو د بري خبر ورکړل شو، خو پوره جزئیاتيې لا هم نهدي څرګند.
په سرمقاله کې وړاندې راغلي دي چې که چېرې د بشپړې بریا په هدف دا بهیر وخت نیوونکی هم وي، توپیر نهکوي، خو اصلي خبره دا ده چې باید بریالی شي.
د سرمقالې لیکوال لیکي چې که څه هم یو شمېر هېوادونه هڅه کوي چې له روان بهیره د ځان په ګټه استفاده وکړي او د سولې بهیر له ستونزو سره مخ کړي، خو له دې ټولو سره سره ولس هیلهمند شوی او د امریکا او طالبانو له روان دریځه ملاتړ کوي.
د سرمقالې لیکوال په پای کې وړاندیز کوي چې نور باید روانه جګړه پای ته ورسېږي، حتی که دا سوله په اساسي قانون کې د ځینو تعدیلاتو په راوستو راځي، هم باید وشي، خو لیکوال لیکي چې د ښځو حقوق، د بیان ازادي، ملي حاکمیت د افغانستان استقلال او یو شمېر نور ارزښتونه باید سرې کرښې اوسي او په هېڅ صورت پرې معامله ونهشي.
- مسیر
مسیر خپلواکې ورځپاڼې بیا په دې اړه په یوه مطلب کې لیکلي دي چې په قطر کې ۱۶ ورځنۍ خبرې له ترهګرۍ سره د مبارزې او له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په هوکړه پای ته رسېدلي، خو د دغې هوکړې تر اعلان وړاندې په ښکېلو لورو کې ذهنیت جوړونه کېږي.
په مطلب کې د یو شمېر سرچینو په حواله لیکل شوي دي چې دغه هوکړهلیک د کاغذ پر مخ په دوو ژبو لیکل شوی، خو تر رسمي اعلان وړاندې يې په امریکا، افغانستان او سیمهییزو هېوادونو کې د ذهنیت جوړونې لپاره هڅې پیل شوې دي.
په مطلب کې وړاندې د سرچینې له قوله لیکل شوي، د بینالافغاني خبرو اترو او اوربند په اړه هم بحثونه شوي او د هوکړهلیک په متن کې ځای ورکړل شوی دی.