د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو له ونزوئلا د ټولو امریکایي ډیپلوماتانو او د هغوی د کورنیو د ایستلو امر پرون دوشنبه وکړ.
د بهرنیو چارو وزرات لهخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې پامپیو وویل چې دا پرېکړه لکه د تېرې جنوري میاشتې د ۲۴مې د پرېکړې په څېر د ونزوئلا د وضعیت د خرابېدو څرګندونه کوي او هم هغه پهدې هېواد کې د امریکا سفارت د کارکوونکو په اړه د امریکا د پالېسۍ نتیجه په ډاګه کوي چې دوی تر فشار لاندې دي.
دا نهدي ویل شوي چې کوم شمېر امریکایي ډیپلوماتان تر اوسه پهدې هېواد کې پاتې دي او په څومره وخت کې باید له دې هېواده ووځي.
البته له ونزوئلا د ټولو امریکایي ډیپلوماتانو د ایستلو د پرېکړې تر اعلان څو ساعته مخکې د امریکا متحده ایالاتو د روسیې پر هغه بانک بندیزونه ولګول چې د ونزوئلا د تېلو له دولتي شرکت سره معاملې کوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپئو
د امریکا د خزانې وزارت د بهرنیو شتمنیو د کنټرول ادارې د یکشنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل چې د روسیې د «Mosnarbank Evrofinance» بانک چې امریکا پرې بندیزونه لګولي، شتمني یې په تېر ۲۰۱۸ میلادي کال کې په سلو کې ۵۰ زیاته شوې ده.
دغه بانک چې په ۲۰۱۱ میلادي کال کې تأسیس شوی او مرکزي دفتر یې په مسکو کې دی، د روسیې د بانکونو یوه ډله او د ونزوئلا د ملي پراختیایي صندوقیې ګډ مالکان دي.
دې بانک په خپله وېبپاڼه کې په یوه بیان کې ویلي چې خپل عادي کارونه مخ ته وړي او د خپلو مشترکینو او شریکانو پر وړاندې به ټول مسؤلیتونه پر ځای کوي.
د امریکا د خزانې وزیر سټیون منوچېن وویل چې دغه اقدام د دې ښکارندویي کوي چې متحده ایالات به د هغو بهرنیو مالي مؤسسو پر وړاندې چې د مادورو د غیر قانوني رژیم له دوام، د دې هېواد د اقتصاد له خرابېدو او بشري بحران سره چې د ونزوئلا خلکیې اغېزمن کړي، سره مرسته کوي، اقدامات وکړي.
د امریکا د خزانې وزیر سټیون منوچېن
دې وزارت دغهراز ویلي چې د نیکلاس مادورو د نامشروع رژیم په وړاندې به نورو بندیزونو لګولو ته هم دوام ورکړي.
په عین حال کې د امریکا د ملي امنیت سلاکار جان بولتون نړیوالو بانکونو او مالي مؤسسو ته جلا خبرداری ورکړ.
بولتون پرون دوشنبې په یوه ټویټر کې بانکونو ته په اشاره وویل چې له مادورو او د هغه له همکارانو سره چې د ونزوئلا د خلکو شتمني غلا کوي مرسته مهکوئ.
د ونزوئلا خلک تاسو څاري.
متحده ایالات او له ۵۰ زیات نور هېوادونه د ونزوئلا د اپوزېسیون مشر خوان ګوایدو چې ځانیې په خپله ولسمشر اعلان کړی، د مؤقت ولسمشر په توګه په رسمیت پېژني.
دوی ویلي چې مادورو تېر کال بیا له غیر قانوني لارې ځکه ټاکل شوی چې مخالفو کاندیدانو ته اجازه نهوه ورکړل شوې، په انتخاباتو کې ګډون وکړي.
خو د هغو هېوادونو په ډله کې چې تر اوسه د مادورو رژیم په رسمیت پېژني، روسیه، چین او ترکیه شامل دي.