د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۶ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۷:۵۰

نیويارک ټايمز: ترورېزم څه او ترورېستان څوک دي؟

نیويارک ټايمز:

نیويارک ټايمز ورځپاڼې د افغانستان د سولې او پخلاينې پر موضوع يوه مقاله خپره کړې ده.

مقاله لیکي، شااوخوا یوولس ورځې وشوې چې د افغانستان د سولې لپاره د امريکا ځانګړی استازی زلمی خليلزاد او د طالبانو استازو په قطر کې په خبرو پيلولو سره د خلکو هیلې لوړې کړې.

خو مقاله پوښتنه کوي چې ترورېزم څه دی او ترورېستان څوک دي؟

مقاله ليکلي، د دې پوښتنې ځواب ځکه ډېر مهم دی چې دواړو لوریو په اصولو کې د سولې د خبرو پر چوکاټ موافقه کړې وه او په هغه کې دوه مهم موضوعات شامل وو.

یو له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو د وتلو او بله دا چې افغان خاوره به د ترورېستي ډلو له خوا د امريکا او متحدانو پر ضد نه کارېږي.

مقاله لیکي چې طالبان په داسي حال کې د سولې خبرې کوي چې په افغانستان کې دوامدارې حملې کوي او له دې څرګندېږي چې دوی غواړي چې په خبرو کې برلاسي وي.

مقاله وایي، همداراز د طالبانو په ګډون ټول پوه شوي چې د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ غواړي چې له افغانستانه خپل ځواکونه ژر تر ژره وباسي.

په دې سره چې مقاله وايي د ترورېزم تعریف باید روښانه وي، د امريکا د بهرنیو چارو وزير مايک پامپیو خبرو ته اشاره شوې چې په دې وروستیو کې يې طالبان ترورېستان بللي.

د مقالې په پای کې نيويارک ټاميز ليکي، د افغانستان سياسي راتلونکی ښایي ډېر کړکېچن وي او دا هم نه ده څرګنده چې ایا طالبان به د سياسي واک په خاطر کوم جوړجاړی وکړي که نه.

امنيسټي انټرنېشنل:

د بخښنې نړيوال سازمان پر خپله ويبپاڼه یو عکس خپور کړی چې دا عکس په کابل کې د ښځو د نړيوالې ورځې په مناسبت پر یوه کانکريټي دېوال جوړ شوی انځور دی.

امنيسټي انټرنېشنل ليکي، دا انځور د افغان ښځو د پام وړ لاسته راوړنو د لمانځلو په هدف جوړ شوی دی.

په دې انځور کې افغان ښځې ښکاري چې د خپلو حقونو لپاره لاریون کوي.

د بخښنې نړيوال سازمان د راپور له مخې، دا انځور د دوی د هغه کمپاین برخه ده چې د بشري حقونو د مدافعينو کار لمانځي.

مقاله په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویې ادارې يا یوناما د راپور یادونه کوي چې له ۲۰۱۵ میلادي کاله تر ۲۰۱۷ میلادي کال پورې د ملګرو ملتونو دفتر ۲۳۷ د ښځو پر ضد د تاوتريخوالي قضيې څارلي چې په قضيو کې تر نيمايي ډېرې يې د غیر رسمي جرګو د لارې حل ته لېږل شوي چې دا په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د له منځه وړلو له قانونه سرغړونه ده.

This item is part of
XS
SM
MD
LG