د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۰

د نویو انتخاباتي کمېشنرانو د انتخاب څرنګوالی!


د انتخاباتي کمېسیونونو لوګوګانې
د انتخاباتي کمېسیونونو لوګوګانې

د افغانستان د راتلونکو انتخاباتو په اړه د ازادي راډیو «زما رأیه، زما حق» ځانګړې خپرونو د دې اوونۍ پروګرام مو د انتخاباتي کمېسیونونو د نویو کمېشنرانو د انتخاب څرنګوالي ته ځانګړی کړی.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د انتخاباتو نوی فرمان تشرېح کړ چې له نافذېدو سره سم‌یې د انتخاباتي کمېسیونونو کمېشنران د دندو ګوښه او د نوي قانون له مخې سیاسي ګوندونو انتخاباتو پورې اړوندو بنسټونو شااوخوا ۸۰ کسان جمهوري ریاست ته معرفي کړل.

د جمهوري ریاست ۱۸ کاندیدانو دغو کسانو ته رأیې ورکړې چې ۱۴ تنو په‌کې زیاتې رأیې یوړې.

ولسمشر د قومي او جنسیتي ترکیب له مخې ۷ تنه انتخاباتو خپلواک کمېسیون، ۵ تنه د شکایاتو کمېسیون او همدا شان‌یې دوه تنه‌یې د دواړو کمېسیونونو د دارالانشاء د رئیسانو په توګه معرفي کړل.

حبیب‌الرحمن ننګ د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د دارالانشاء او چمن ‌شاه اعتمادي د انتخاباتي شکایتونو د دارالانشاء د رئیسانو په توګه وټاکل.

دغه پروګرام رحمت‌الله افغان چمتو کړی چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره‌یې اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:24:42 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG