د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۱ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۸

داود تپان: پخوا مې مینې ته شاعري کوله او اوس وطن ته شعر لیکم


شاعر، لیکوال او ژورنالېست داود تپان
شاعر، لیکوال او ژورنالېست داود تپان

د راډیويي مجلې د دې اونۍ په ګڼه کې مو لاندې مطالب راخیستي:

د تېرې اونۍ فرهنګي خبرونه فرشته غني وړاندې کوي.

همایون هېواد د افغانستان د علومو اکاډمۍ له لوري د خدايي خدمتګار کتاب د مخکتنې له غونډې راپور برابر کړی.

په هنر جاج کې له ډاکتر صادق ژړک سره په کوېټه کې په فرهنګي کارونو غږېدلي یو.

فنکار برخه کې له شاعر، لیکوال او ژورنالېست داود تپان سره د هغه په نوې شاعرۍ غږېدلي یو.

په زرپاڼه کې به لنډه کیسه (تګ) واوروئ.

په ادب جام کې د اپریدي قلندر احوال واورئ.

او په وریښمین خېال کې به کورنۍ ته د یوه سرتېري وروستی لیک واورئ.

لیکوال او جوړوونکی: پوهنیار محبوب شاه محبوب

د دې خپرونې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:44:31 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG