د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۴ وری ۱۳۹۸ کابل ۰۴:۵۴

ډېرو نړیوالو هوايي شرکتونو هند او پاکستان ته پروازونه لغوه کړي


د هند او پاکستان د لانجې د زیاتېدو سره ډېرو نړیوالو هوايي شرکتونو دې هېوادونو ته پروازونه لغوه کړي دي.

دواړو هېوادونو خپل هوايي حریمونه د الوتکو لپاره تړلي دي.

هغه هوايي شرکتونه چې الوتکې یې باید د هند او پاکستان په فضا کې تېرې شوې وی، مجبور شول چې خپل پروازونه لغوه کړي.

له دې امله امله، له پرون راهیسې ګڼ شمېر مسافر په ناڅرګند حالت په هوايي ډګرونو کې پاتې دي.

ټای اېروېز، امارات، قطر اېروېز، اتحاد، فلای دُبی، سریلانکا اېروېز، اېر کاناډا او داسې نورو سترو هوايي شرکتونو خپل پروازونه لغو کړي دي.

دا هغه هوايي شرکتونه دي چې الوتکې یې باید اروپايي هېوادونو ته د پرواز لپاره د هند یا پاکستان په فضا کې تېرې شي.

برېټېش اېروېز او سنګاپور اېرلانیز د خپلو الوتکو لار بدله کړې ده.

XS
SM
MD
LG