نړۍ
د سپینې ماڼۍ لوړ رتبه سلاکار د ترکيې له ولسمشر سره وکتل
د سپینې ماڼۍ لوړ رتبه سلاکار جرد کوشنر د منځني ختیځ لپاره د امریکا د سولې د نوښت په اړه د خبرو په لړ کې پرون د ترکيې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره وکتل.
کوشنر تر دې یوه ورځ مخکې په ریاض کې د سعودي عربستان له پاچا او ولیعهد سره خبرې کړې وې.
د ترکيې دولتي خبري اژانس اناتولي ویلي چې د سپینې ماڼۍ سلاکار او د ترکيې ولسمشر شااوخوا دوه ساعته خبرې وکړې، خو پهدې اړهيې نور جزئیات په ډاګه کړي نهدي.
سپینه ماڼۍ وايي، له ترکيې او سعودي چارواکو سره د کوشنر چې د ولسمشر ډونالد ټرمپ زوم هم دی، خبرې اترې د منځني ختیځ لپاره د امریکا د سولې د نوښت پر مخ وړې دي.
تر اوسه پورې د منځني خیتځ د سولې لپاره د متحده ایالاتو د نوي نوښت جزئیات معلوم نهدي.
له ترکيې او سعودي مقاماتو سره تر کتنې مخکې د سپینې ماڼۍ سلاکار کوشنر د متحده عربي اماراتو، بحرین او عمان له مشرانو سره د منځني ختیځ د سولې په مسئله خبرې کړې دي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د متحدو ایالاتو مرستیال ولسمشر جي ډي وینس د ارمنستان لیدنه کوي
د امریکا مرستیال ولسمشر جي ډي وینس د دوشنبې په ورځ (د فبروري ۲۹مه) ارمنستان ته ورسېد.
هغه پلازمینې یریوان ته په رسیدو سره د ارمنستان له لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ولیدل.
وینس د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ادارې څخه ترټولو لوړ پوړی چارواکی دی چې ارمنستان ته سفر کوي.
دا سفر نږدې شپږ میاشتې وروسته له هغه کیږي چې ارمنستان او اذربایجان د امریکا په منځګړیتوب د ناګورنو قره باغ سیمې په اړه د اوږدې مودې شخړې د پای ته رسولو لپاره د تړون لاسلیک وکړ.
د RFE/RL د ارمني څانګې د راپور سره سم، ارمنستان ته د امریکا د مرستیال ولسمشر سفر د اعتماد جوړونې لپاره د یریوان او باکو ترمینځ د اقتصادي اړیکو پراختیا باندې متمرکز دی.
سپینې ماڼۍ وویل چې جي ډي وینس به ارمنستان ته له خپل سفر وروسته د اذربایجان پلازمینې باکو ته ولاړ شي.
د جاپان په پارلماني ټاکنو کې د حاکم لیبرال ډموکراټ ګوند تاریخي بریا؛ دوه پر دریمه څوکۍ یې ګټلي
د جاپان د صدراعظمې سانائه تاکایچي، ګوند لیبرال ډموکراټ د دغه هېواد په پارلماني ټاکنو کې دوه پر دریمه څوکۍ وګټلې.
دا د یاد ګوند لپاره یوه تاریخي بریا ګڼل کېږي.
لیبرال ډموکراټ او اییتلافي ملګري ګوند یې د جاپان د استازیو جرګې له ۴۶۵ څوکیو څخه ۳۲۸ وګټلې.
تاکایچي ویلي وو که په ټاکنو کې بریالۍ نه شي نو د ګوند له مشرۍ به استعفی کوي.
مګر په اوسنۍ بریا سره به د ټاکنیزو ژمنو په پوره کولو کې د هغې لپاره لار هواره شي.
تاکایچي د جاپان لومړنۍ ښځینه صدراعظمه ده.
د کرکټ د شل اوره نړیوال جام: نن درې لوبې ترسره کیږي
د ۲۰۲۶ کال کرکټ د شل اوره نړیوال جام سیالیو په ترڅ په پام کې ده چې نن دوشنبې ایټالیا له سکاټلنډ، عمان له زیمبابوې اوکاناډا له جنوبي افریقا سره مخامخ شي. په دې جام کې افغانستان خپله لومړنۍ لوبه پرون یکشنبې نیوزیلنډ ته وبایلله.
لوبه افغانستان پیل کړه او د ۶ لوبغاړو په زیان سره یې نیوزیلنډ ته د ۱۸۳ منډو هدف وټاکه. نیوزیلنډ دا هدف په اتلسم اوور کې پوره کړ.
د افغانستان بله لوبه د راتلونکې چهارشنبې په ورځ له جنوبي افریقا سره پلان شوې ده.
د نوبل د سولې د جایزې ګټونکې نرګس محمدي په څو کلونو بند او تبعید محکومه شوه
د ایران یوې محکمې د نوبل د سولې جایزې ګټونکې نرګس محمدي په څو کلونو بند او تبعید محکومه کړه.
د هغې مدافع وکیل مصطفی نیلي د یکشنبې په ورځ د سلواغې په ۱۹مه اعلان وکړ چې د مشهد انقلابي محکمې نرګس محمدي په اووه نیم کاله بند، له هېواده د وتلو په بندیز او تبعید محکومه کړه.
ښاغلي نیلي پرخپله ایکسپاڼه کې په یوه بیان کې وویل: "هغه د غونډو اوتوطیې په تور په شپږ کاله بند، د تبلیغاتي فعالیتونو په تور په یو نیم کال بند او د تکمیلي سزا په توګه دوه کاله له هېواده پر وتلو په بندیز او دوه کاله هم د خوسف ولسوالۍ ته په تبعید محکومه شوې ده."
هغه وویل چې میرمن محمدي د مشهد له امنیتي توقیف ځای څخه په ټیلیفوني تماس کې خبر ورکړ او ویې ویل چې هغه د شنبې په ورځ د مشهد د انقلابي محکمې لومړۍ څانګې ته احضارشوې وه او د محکمې له غونډې وروسته ورته دغه سزا واورول شوه.
نرګس محمدي او د بشري حقونو څو نور فعالان په تیره ډسمبرمیاشت کې په مشهد کې د وکیل او د بشري حقونو د فعال خسرو عليکردي د یادغونډې پر مهال نیول شوي وو.
نتنیاهو له ولسمشر ډونالډټرمپ سره د خبرو لپاره واشنګټن ته روان دی
ټاکل شوې چې د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو به د امریکا له ولسمشر ډونالډټرمپ سره د خبرو لپاره د چارشنبې په ورځ واشنګټن ته ولاړ شي.
د اسراییل د صدراعظم دفتر د شنبې په ورځ اعلان وکړ چې نتنیاهو به له ایران سره د امریکا د خبرو په اړه خبرې وکړي.
د امریکا او ایران استازو د تېرې جمعې په ورځ د عمان په پلازمېنه مسقط کې مذاکرات وکړل.
ولسمشر ټرمپ ویلي دي چې دا مذاکرات ډېر ښه وو، او دوام به وکړي. ښاغلي ټرمپ د جمعې په ورځ خبریالانو ته وویل چې ایران د توافق په لټه کې دی خو هغه په عین حال کې ګواښ وکړ چې که توافق ونه کړي نو ناوړه عواقب به ولري.
د عمان له مذاکراتو یوه ورځ وروسته د ایران د بهرنیوچارو وزیر عباس عراقجي له الجزیرې ټلویزیون سره په مرکه کې له امریکا سره د مذاکراتو د دوام پر اړتیا د ټینګار ترڅنګ خبرداری ورکړ چې د واشنګټن د برید په صورت کې به په سیمه کې د امریکا پوځي اډې په نښه شي.
افغانستان په شل اووریز نړیوال جام کې خپله لومړۍ لوبه نیوزیلنډ ته وبایلله
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په شل اووریز نړیوال جام کې نن خپله لومړۍ لوبه نیوزیلنډ ته وبایلله.
لوبه افغانستان پیل کړه او په ټاکلو ۲۰ اوورونو کې یې د ۶ لوبغاړو په زیان سره ۱۸۲ منډې جوړې کړې.
د نیوزیلنډ ملي لوبډلې دا هدف په اتلسم اوور کې د پنځو ویکټو په زیان پوره کړ او لوبه یې د پنځو ویکټو او ۱۳ بالونو په سپمولو سره وګټله.
د هند او سریلانکا په کوربه توب د ۲۰۲۶ کال د شل اووریز کرکټ نړیوال جام پرون (د فبروري ۷مه) پیل شو.
په دې جام کې ۱۶ هېوادونه په څلورو ګروپونو کې د مارچ تر اتمې پورې سیالي کوي. افغانستان له کاناډا، نیوزیلنډ، جنوبي افریقا او متحده عربي اماراتو سره په ډي ګروپ کې دی او دا یې لومړۍ لوبه وه.
اذربایجان ۱۴ افغان بندیان خوشې کړل
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د اذربایجان جمهوریت له زندانونو څخه د ۱۴ افغان بندیانو د خوشې کیدو اعلان کړی دی.
دغه وزارت د شنبې په ورځ په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې لیکلي چې ۱۴ افغان بندیان د اذربایجان جمهوریت د مشرتابه په امر خوشې شوي دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د اذربایجان جمهوریت د دې اقدام څخه مننه څرګنده کړې خو دا یې نه دي لیکلي چې دا افغانان په کومو تورونو په اذربایجان کې بندیان وو.
د پنجشنبې په ورځ، د فبروري په شپږمه هم د بهرنیو چارو وزارت د متحده عربي اماراتو له زندانونو څخه د ۱۰۸ افغان بندیانو د خوشې کیدو اعلان کړی وو.
ویل شوي چې دا بندیان د متحده عربي اماراتو د ملي ورځې په مناسبت د متحده عربي اماراتو د مشرتابه لخوا خوشې شوي دي.
متحده عربي اماراتو د تېر کال په لومړیو کې هم له ۴۰ څخه ډیر افغان بندیان خوشې کړي وو.
ټرمپ: له ایران سره د امریکا خبرې ډیرې ښې وې
د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر په عمان کې د امریکا او ایران ترمنځ غیرمستقیمي خبرې وستایلې او ویې ویل چې دا ډیرې ښې خبرې وې.
بل لور ته ایران د دې خبرو د مثبتې فضا ستاینه کړې ده او تمه یې ښکاره کړې ده چې دا مذاکرات ادامه پيدا کړي.
ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ فلوریدا ته په لاره په الوتکه کې وویل، د راتلونکې اونۍ په پيل کې به بیا دا خبرې وشي.
د ایران او د امریکا ترمنځ تر پرونیو خبرو یو ساعت وروسته امریکا پر ایران نوي بندیزونه ولګول.
د امریکا د بهرنیوچارو وزارت وویل د ایران د هغو ۱۴ کشتیو هرراز فعالیت به ودرول شي چې د دې وزارت په وینا کار یې د ایران د تېلو انتقال دی او د اسلامي جمهوریت د پټو کشتیو یوه برخه ده.
دا کشتۍ د ترکیې، هند او متحده عربي اماراتو تر بیرغ لاندې فعالیت کوي او د دې هېوادونو په نوم ثبت دي.
د امریکا د بهرنیوچارو وزارت په بندیزونو کې د ایران ۲ چارواکي او د حکومت ۱۵ اړوند بنسټونه هم شامل دي.
د افغانستان په ګډون د کرکټ د نړیوال جام لوبې په هند او سریلانکا کې پیلېږي
نن د کرکټ د شل اووریزو لوبو نړیوال جام چې افغانستان هم پکې دی پیلېږي. د سږني نړیوال جام سیالۍ په هند او سریلانکا کې ترسره کېږي.
دا لړۍ په دریو لوبو پیلېږي؛ د کابل په وخت د ورځې په لسو بجو په کولمبو کې د پاکستان او هالنډ، د ماسپښین په یوه بجه په کلکته کې د سکاټلنډ او ویست انډیز او د مازیګر په ۶ بجو په مومبی کې د هند او امریکا لوبډلې لوبې سره کوي.
د افغانستان لومړۍ لوبه به سبا یکشنبې د کابل د ورځې په ۱۰ بجو له نیوزیلنډ سره د هند په چینای ښار کې وي.
په سږني جام کې ۱۶ هېوادونه په څلورو ګروپونو کې د فبروري له اوومې څخه د مارچ تر اتمې پورې سیالي کوي. افغانستان له کاناډا، نیوزیلنډ، جنوبي افریقا او متحده عربي اماراتو سره په ډي ګروپ کې دی.
د ایران د تېلو د صادراتو د محدودولو لپاره پر ایران د متحدوایالتونو نوي بندیزونه
متحدوایالتونو د ایران د تېلو پر صادراتو تازه بندیزونه اعلان کړل. د امریکا د بهرنیوچارو وزارت پرون جمعه یوازې یو ساعت وروسته له دې چې په عمان کې د امریکايي او ایراني مرکچیانو خبرې پای ته ورسېدې، د ایران د تېلو د صادراتو د محدودولو او ورسره د ایران د ۱۴ کشتیو د هدف ګرځولو لپاره د ا تازه بندیزونه اعلان کړل.
د بهرنیوچارو وزارت ویاند ټامي پیګوټ وویل، ایران د تېلو د صادراتو له عوایدو څخه په ټوله نړۍ کې د بې ثباته کوونکو فعالیتونو او په کور دننه د خلکو د ځپلو په هدف کار اخلي.
د امریکا د بهرنیوچارو وزارت وویل د ایران د هغو ۱۴ کشتیو هرراز فعالیت به ودرول شي چې د دې وزارت په وینا کار یې د ایران د تېلو انتقال دی او د اسلامي جمهوریت د پټو کشتیو یوه برخه ده.
دا کشتۍ د ترکیې، هند او متحده عربي اماراتو تر بیرغ لاندې فعالیت کوي او د دې هېوادونو په نوم ثبت دي.
د امریکا د بهرنیوچارو وزارت په بندیزونو کې د ایران ۲ چارواکي او د حکومت ۱۵ اړوند بنسټونه هم شامل دي.